تمرين، مېوه او ترکاري مو ادراک پياوړی کوي
يوې تازه امريکايي څېړنې څرگنده کړې ده، چې په منظم ډول بدني فعاليت او د ميوې او ترکارۍ ډېر خوړل هغه څه دي، چې د لويانو او کوچنيانو ادراک پياوړی کوي.
د اکسفورډ امريکايي پوهنتون څېړونکو ويلي: «د خوړو روغتيايي نظام او ورزش د عمر د ډېرېدو له کبله د رامنځته کېدونکو ناروغيو مخنيوی کوي، چې د پېژندنې حس له منځه تلل هم يوه له دغو ناروغيو ده. هغوی د دې څېړنې پايلې د تېرې سه شنبې په ورځ په (د عامې روغتيا مجله) مهالنۍ کې خپرې کړې دي.
پر دماغو او د ادراک د حس د له منځه تلو د خطر پر لږوالي د خوړو د روغتيايي نظام او بدني فعاليت د اغېز معلومولو لپاره څېړونکو پر ۴۵۵۲۲ تنو تجربه وکړه، چې عمرونه يې له دېرشو کلونو پورته دي.
پايلو وښوده، چې په پرلهپسې ډول ورزش او د مېوې او ترکارۍ ډېر خوراک د انسان د مناسب وزن پر مهال له هغو مهمو لاملونو څخه دي، چې کوچنيانو او لويانو کې د ادراک دنده او ادا ښه کوي.
څېړونکو ويلي، چې پر بنيادي غذايي توکو مشتمل د خوراک نظام او په منظم ډول ورزش کول هغه مهم لاملونه دي، چې د انسان زړه او د وينې جريان روغ ساتي او د ادراک دندې او د پېژندنې د حس د له منځه تلو له گواښه خونديتوب ته مهم دي.
مخکنيو څېړنو ښودلې وه، چې له مېوو او ترکاريو جوړ غذايي نظام د شکر مخه نيسي او د اوږدمهالو ناروغيو په سبب د مرگ خطر کموي، چې د زړه او د وينې د جريان ناروغۍ يې په سر کې دي.
د روغتيا نړيواله اداره کوچنيانو او ځوانانو ته د ورځې د لږ تر لږه يوه ساعت بدني فعاليت توصيه کوي، په ځانگړي ډول دا چې د بدني فعاليت ستره برخه دې په خلاصه فضا کې لوبو ته ځانگړې کړي.
دغه اداره وايي، چې بدني فعاليت د هډونو، عضلو، بندونو، زړه او سږو په سالمه وده کې مرسته کوي او انسان له مناسب وزنه برخمن کوي.