که دا نښې مو درلودلې ژر به سپين ږيري (بوډاګان) شئ!
د سترګو پر شاوخوا خطونه، مخ ګونځې ،ګونځې (کوت،کوت) کېدل، او قهويي داغونه په پوستکي د ژر زړېدو علامې دي، پر دې سربېره نورې نښې هم چې د پوستکي په سطحه راښکاره کېږي او د ژر زړېدو علامې بلل کېږي او بايد چې د هغه د درملنې لپاره هغه وپېژنو او درملنه يې وکړو.
دغه نښې چې لاندې ذکر کېږي په «Readers Digest» کې خپرې شوې دي هغه اووه موارد دي چې د زر زړېدو لپاره نښې بلل شوې دي.
● د خطر نښه: د خولې وچېدل
د خولې وچېدل د سهار له خوا کېدای شي ددې له امله هم وي چې په خوب کې دې خوله وازه پاتې شوې وي، همدارنګه په خوب کې خرهار یا د ساه بندېدل چې په يوناني ژبه کې apnea ورته وايي ، ددې لپاره چې تاسې په خوب کې په دې ناروغي اخته یئ لاندنيو پوښتنو ته ځواب ورکړئ!
● په خوب کې خرهار کوئ؟
● له خوب څخه د راويښېدو په وخت کې بې حاله یئ، که سردرد لرئ؟
● د ورځې په اوږدو کې د ډېرې ستړيا احساس کوئ؟
● ايا د کتاب لوستلو ، تلويزيون ته کتلو يا هم د ډرايوري په حالت کې مو خوب وړي؟
● ايا حافظه مو ضعيفه شوې ده ، او په تمرکز کولو کې مشکل لرئ؟
که چېرې دوو يا له دوو څخه ډېرو پوښتنو ته مثبت ځواب لرئ ، تاسې د اپنه په ناروغي (هغه ناروغي چې په خوب کې مو ساه بنده، بنده کېږي) اخته يئ او بايد چې ډاکټر ته ورشئ!
په ياد ولرئ!!! چې په ځنګ ويده کېږئ. ستوني ستغ ويده کېدل ددې لامل کېږي چې ژبه او چنغړک مو د ساه د وتو په لاره کې واقع شي او ساه مو بنده ، بنده شي، په څنګ ويده کېدل او د پښو په منځ کې بالښت اېښودل ددې لامل کېږي چې ټوله شپه ښه خوب وکړئ .
● د سترګو سور والی
د سترګو التهاب کېدای شي. Arthritis ناروغي لامل وي (د مفصلونو دردناک التهاب) دا ناروغي په سترګو کې هم التهاب پيدا کوي او په پايله کې یې د سترګو د سوروالي لامل کېږي، د څېړنو پايلې ښيي ،هر څومره چې Arthritis ژر درملنه وشي ښې پايلې به ولري ، او د لومړنيو علامو په ښکاره کېدلو سره ډاکټر ته مراجعه وکړئ .
● د پوستکي رنګ خاکستري کېدل:
که موچېرې د پوستکي رنګ له پخوا ښکلی او شفاف نه وي ، کېدای شي په پښتورګو کې ستونزه ولرئ، پښتورګي ضايعات او مايعات چې په بدن کې اضافه وي تصفيه کوي چې د ادرار له لارې دفع کېږي ، د پښتورګو ستونزه د کم خوني له امله هم امکان لري او دا بيا د پوستکي د خاکستري کېدو لامل کېږي. نو که له پخوا مو پوستکی تور يا خاکستری شوی وي ډاکټر ته لاړ شئ، ځکه د رنګ توروالی کېدای شي د تور ژېړي نښه هم وي.
● د خطر نښه : د بویولو د حس ختمېدل
د بوی حس ختمېدل زياتره وخت د پارکينسن د ناروغي نښه وي ، چې سوکه ، سوکه پيل کېږي او د وخت په تېرېدو بدترېږي، پارکينسن د عضلو د لړزېدا ، د ارادي حرکتونو کمېدل، او د تعادل له لاسه ورکول دي، نو د ناروغي د پر وخت تشخيص لپاره د خپل بویولو حس وازمويئ، د غوږونو د پاکولو هغه ډکی چې په سر کې یې پنبه وي په طبي الکولو ککړ کړئ، او د خپل نامه له خوا یې کرار،کرار پوزې ته نږدې کوئ، چې که تر ۲۰، ۳۰ سانتي متر پورې د هغه د بوی په تشخيصولو بريالي شوئ، په دې مانا ده ، چې د بويولو حس مو په طبيعي حالت دی او که مو چېرته تر ۱۰ سانتي نږدې هم بوی حس نه کړ، نو په دې پوه شه چې د بویولو حس دې له لاسه ورکړی دی ، خو ياده دې وي، چې د بويولو حس د کمېدا نور لاملونه هم کېدای شي.
● د خطر نښه: د لاسونو په ګوتو او پښو باندې د ويښتانو نه درلودل
دا موضوع په ځينو مواردو کې د عروقي ناروغيو نښه ده، چې د زړه د حملي او سکتې لامل کېږي، پښې د معمول په ډول وېښتان لري، د وزن په ډېرېدو او د وخت په تېرېدو د کلسټرول کچه ډېرېږي، او د رګونو د بندېدا لامل کېږي. او په پای کې د وينې جريان پرې کوي. چې له امله یې ټول کوچني،کوچني رګونه چې د پوستکي لاندې دي مړه کېږي. او د وېښتانو فوليکولونه هم له منځه ځي، چې بیا وېښتان نه را شنه کېږي.
● دخطر نښه: د پښو د ګوتو راوتلی شکل
د پښو د ګوتود نوکانو راوتل يا راپورته کېدل په ځينو مواردو کې د سينې د سرطان نښه ده، او همدارنګه دا هم بيانوي چې اکسيجن په بشپړ ډول په ټول بدن کې نه خپرېږي، چې کله، کله هم د سږو او زړه د ناروغيو علامه ده.
● د خطر نښه: د اورېدلو حس له لاسه ورکول:
زياتره وخت موږ فکر کوو چې د سم نه اورېدلو لامل د غوږ مشکل وي او مشکل په غوږ کې وي خو دا هغه علامه ده چې ددې ښودونکې ده چې د زړېدو خوا ته ور روان یې!
د الزايمر له مشخصاتو څخه يوه داده چې د مغزو او دبدن د غړو دعصبی سلولونو مسير بند شي، دا رسوب بيا ددې لامل کېږي چې ماغزه په سمه توګه کار نه کوي ، او ځينې مغزي مراکز په تدريج سره له کاره لوېږي، نو له همدې امله په ځينو مواردو کې د غوږونو سمه نه اورېدا په مستقيم ډول د الزايمر له ناروغي سره تړاو پیدا کوي.
نوراحمد عایل