نوې څېړنه د نرانو هغه عادت ښيي چې مېرمنو ته تر مال او هر څه مهم دي
نران تل په دې فکر کې وي چې مخالف لوری څنګه له ځانه متاثر کړي. په دغه برخه کې عموما ظاهري څېره يا مال و دولت ښودل کېږي. خو د انګلستان ساينسپوهانو نوې څېړنه کړې او نوې پايلې يې ترلاسه کړې دي.
نوې څېړنه په ګوته کوي چې په نرانو کې د سخاوت احساس ښځې تر هر بل څه ډېر متاثر کوي. دغه څېړنه د لندن يونيورسټي کالج کې ترسره شوې ده. د څېړنې له مخې، د نرانو مال او دولت ښځو باندې دومره اغېزه نه شي لرلای، څومره چې له نورو سره د مرستې احساس اغېزه لري.
د لندن يونيورسټي کالج پوهانو په اته سوو ښځو کې هغه څه څېړلي چې له امله يې له مخالف لوري متاثرې شوې دي. د څېړنې مشر، نيکولا ريحاني وايي چې که څه هم سخاوت او خلاص سړي هم متاثر کوي، خو ښځې له دغه صفته ډېرې متاثرېږي او تر دولت څخه هم ورته مهم دي.
يادې څېړنې دغه راز ښودلي چې سخاوت او خلاص لاس لرل نه يوازې ښځو کې بلکې عموما د ټولو انسانانو خوښ عادت دی. پر دې اساس، هغه څوک چې ډېر مال لري خو د سخاوت عادت په کې نه شته، په ټولنه کې منفور وي.