سلايډسيمه او نړۍ
سویډن کې د قرآن سوځولو پر سر عراقی وګړی وژل شوی
پولیسو ویلي چې دوی په دې اړه لومړنۍ پلټنې پیل کړې دي
سویډن کې یوه قاضي ویلي، هغه عراقی وګړی چې په دغه هېواد کې یې قرآن کریم سوځولی و، وژل شوی دی.
د اسوشیټډ پریس راپور له مخې، سلوان ممیکا تېره ورځ (چهارشنبه) ناوخته د سویډن د پلازمینې اړوند یوه نږدې ښار کې د پولیسو له لوري ټپي موندل شوی او وروسته مړ شوی دی.
پولیسو په دې اړه لومړنۍ پلټنې پیل کړې دي. دا پېښه د ټولنې په کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي، او د امنیتي ځواکونو لخوا د تحقیق غوښتنه شوې ده.