خبرونهسلايډ

ولسمشر به نن د حزب اسلامي سره د سولې پرېکړه لیک لاسلیک کړي

د اسوشیتد پرس خبري اژانس د سولې د عالي شورا د مرستیال عطاالرحمن سلیم له خولې خبر ورکوي چې تمه کېږي نن ولسمشر اشرف غني د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې د خبرواترو پرېکړه لیک لاسلیک کړي.

د حزب اسلامي استازي امین کریم هم دا خبره منلې ده چې نن به ولسمشر د حزب اسلامي سره د سولې پرېکړه لیک لاسلیک کړي. د دې ۲۵ ماده‌اي پرېکړه لیک له مخې به حزب اسلامي نور جگړې ته د پای ټکی ږدي او اساس قانون ته به احترام او تر څنگ یې له نورو جگړه‌مارو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

د دې په مقابل کې به د افغانستان حکومت هم د حزب اسلامي جگړه‌مارو ته بښنه کوي او د دوی سیاسي بندیان به نور له بندونو څخه ازادېږي.

امین کریم تر دې مخکې ویلي وو چې د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د خبرواترو کامیابه تجربه به طالبانو ته هم دا هیله ورکړي تر څو د سولې خبرواترو کې برخه واخلي.

بل لوري ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اسوشیتد پرس ته ویلي چې د حزب اسلامي او حکومت تر منځ پرېکړه به د سولې پر روان بهیر کومه اغېزه ونه لري ځکه چې د حزب اسلامي ډېری غړي اوس مهال له حکومت سره دندې لري.

د دې تړون له مخې به افغان دولت هڅه وکړي چې د گلبدین حکمتیار نوم د ملگرو ملتونو او امریکا له تور لیست څخه وباسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button