خبرونهسلايډ

د لندن نوی مسلمان ښاروال څوک دی

صادق خان وتوانېد تېره شپه د ټاکنو په ګټلو سره د لندن ښار لومړنی مسلمان ښاروال وټاکل شي.

خان د یوې خیاطې مور او موټرچلوونکي پاکستاني پلار یو له اتو بچیانو څخه دی.

صادق د لېسې له وخته چې ایله د پنځلسو کالو و له کارګر ګوند سره یې سیاست ته مخه کړه. وايي، سیاست سره یې لېوالتیا د لېسې د مدیر پوروړې ده چې هغه هم په لندن کې د لېسې لومړنی مسلمان مدیر و. ښاغلی خان وايي، د ښوونځي مدیر ورسره مرسته وکړه چې پوه شي «د پوټکي رنګ او توکم د هغې لارې خنډ نه شي کېدای چې انسان غواړي ترلاسه یې کړي».

صادق خان په لومړیو کې غوښتل د غاښونو ډاکټر شي؛ خو د استاد په لارښوونه یې حقوق ولوستل.

صادق خان ژمنه کړې چې ښاروالۍ به د ټولو لندنیانو لپاره وي او ښار ته به ټولنیز عدالت راوړي.

صادق خان د بریا له اعلان وروسته چې وینا یې په ژوندۍ بڼه لندن کې خپرېده وویل، د نابرابرۍ پر ضد به مبارزه کوي او د لندنیانو لپاره به ژوند بې له دې چې څوک دي او څه تاریخچه لري، بهتره کړي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button