ولسي جرګې په خپله نننۍ غونډه کې د کابينې له درې وزيرانو د باور رايه واخيسته او له ولسمشره يې وغوښتل چې دغو وزارتونو ته نوي وزيران ونوموي.
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ټولګټو چارو وزير محمود بليغ او د کار او ټولنيزو چارو وزيره نسرين اورياخېل نن ولسي جرګې استيضاح کړي وو، څو د بوديجې د نه مصرف په اړه يې وپوښتي. درې واړو وزيرانو د جرګې د غړو پوښتنو ته ځوابونه وويل، خو هغوی د قناعت وړ ونه بلل. له همدې کبله ولسي جرګې د دې وزيرانو په اړه د رايو ورکولو صندقونه کېښودل او رايه يې ورته واچوله.
د رايو اچولو پايلو وښوده، چې جرګې له درې واړو وزيرانو د باور رايه اخيستې ده، وروسته يې له ولسمشره وغوښتل، چې دې وزارتونو ته نوي وزيران ونوموي.
د ولسي جرګې غونډه کې نن نږدې دوه سوه وکيلان حاضر وو، چې د بهرنيو چارو وزير ته يې ۵۸، د ټولګټو چارو وزير ته ۳۳ او د کار او ټولنيزو چارو وزېر ته ۵۶ د باور او په ترتيب سره يې درې واړو ته ۱۴۰، ۱۶۴ او ۱۴۳ د نه باور رايې ورکړې.
ولسي جرګې د کابينې د غړو استيضاح وروسته له هغه پيل کړه چې تېره اوونۍ يې په دې اړه خبر ورکړی و، دغه وزيران ټول ۱۶ کسه دي، چې نه دي توانېدلي د پرمختيايي بوديجې اويا سلنه برخه مصرف کړي. ولسي جرګه به په هره غونډه کې درې درې تنه استيضاح کړي.