انځورسلايډګڼ رسنۍ

يوڅو رومانتيکې جونګړې

په نړۍ کې هر څوک د خپلو اعصابو اوروح د ارام لپاره د جلا او ښکليو ځايونو په لټه کې وي، چې د نړۍ له دردونو او غمونو  لرې  هلته سړی کينې او د خپلې خوښې ژوند، مطالعه، ليکل او کار وکړي.c1

په تصوير ښکارېدونکې غرفه د ګرين لينډ له ساحله لږ لرې دکولوسوک جزيرې شمال لور ته پرته ده.

c2

دا بل انځور بيا له ډبرو د جوړې شوې غرفې دی، چې له ځمکې پورته د ونو په منځ کې دهاو شاوخوا يې واوره وريږي.

دا انځورونه نيويارک مېشتې ژورنالېست سټيفن ليکارټ او دويبپاڼې څښتن زيک کلاين کيبن پورن نومي کتاب کې راټول کړي او د هنرونو ويبپاڼې د جوړوونکو د خوښۍ او ستاينې لپاره يې په انټرنيټ خپاره کړي دي.

سټيفن ليکارټ وايي، چې دا ډول غرفې جوړول ډېرې ساده او اسانه دي، که په لومړي ځل يې څوک نه شي جوړولی، نو له دې په استفاده يې په ډېره اسانۍ جوړولی شي.

c3

سټفين ليکارټ په خپل کتاب کې د امريکا او نړۍ لروبر کې د ځينو هغو غرفو انځورونه خپاره کړي، چې په لرې پرتو ځنګلونو کې جوړې شوي او د ليکوال موخه دا ده، چې جوړوونکي يې وستايل شي او د غرفو له هنره يې خلک خبر شي.

c4

ليکوال اييډو ايالت کې هم سينډ پواينټ سيمه کې  د لرګيو د هغه کور انځور هم اخيستی، چې د ونو منځ کې جوړ شوی دی.

c5

 

دا غرفه، د امريکا ښکلي سيمې ايريزونا ايالت کې د هنرونو ښوونځي کې د يو کيبن يا غرفې انځور يا کاپي ده، چې ۱۹۳۷م کې جوړه شوې وه ډيو فرازي نومي زده کوونکي، ۲۰۰۷ په يوه سياحتي سيمه کې دغه غرفه جوړه کړه او ۲۱۴م کې چې فرازي دې سيمې ته راغی، گوري، چې د ده په لاسو جوړه شوې غرفه تر اوسه هماغسې کوږ حالت کې ولاړه ده.

c6

دغه کور ۲۰۰ سوه کاله پخوا له ډبرو جوړ شوی او ۲۰۱۱م کې هوچر برنډلر ارچي ټکټن بيا ورغاو.

c7

دا کور د المان ختيځ غريزې ترچا کې د چيک جمهوريت سرحدي سيمې ته نږدې جوړ شوی او داسې ښکاري، چې دا کور د غره په څنډه دی او اوس به راوښوييږي.

کورن وال سيمه کې يو داسې کور جوړ شوی، چې د اوسپنې د زمانې ياد راتازه کوي، د دې کور ديوالونه له خټو او چت يې له وښو جوړ شوی دی. د دې کور طول او عرض تقريبا ۱۲ متره دی.

په رخصتيو کې خلک او زده کوونکي دې سيمې ته په چکر راځي او ګرميو کې يې د شپې لپاره په کرايه هم ورکوي.

د ګردو يا بې کونجه کورونو په اړه که خبره کيږي، نو دا هم بايد وويل شي، چې د سکاټ لينډ ډمفرايس سيمه کې يو کلی دی، چې ټول کورونه يې له لرګيو جوړ او ګرد دي.

c8

او دا اخري انځور د المان القې باور اريا سيمې دی، داسې ښکاري، چې اوبو کې ډوبيږي، مګر له تېرې اوږدې مودې دا کور د اوبو په منځ کې جوړ شوی او کمال يې دا دی، چې نه لرګي د اوبو له امله خرابيږي او نه هم اوبه ورځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button