خبرونهسلايډ

پخوانی ولسمشر روسیې ته ځي

د پخواني ولسمشر د دفتر کارکوونکي خبر ورکوي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی به له خپلو ملگرو او پخوانيو کارکوونکو سره روسيې ته سفر کوي. په دې سفر کې به له کرزي سره کریم خرم د دفتر رییس ، سپنتا امنیتي سلاکار ، صادق مدبر د ادارې امور رییس او ضرار احمد مقبل عثماني د بهرنیو چارو وزیر ملتیا کوي.

کرزی به له مسکو څخه مخکې قزاقستان کې په یو کنفرانس کې گډون او له هغې وروسته به د مسکو په لور سفر کوي. په روان کال کې دا دوهم ځل دی چې کرزی روسیې ته سفر کوي.

کرزی په داسې حال کې روسیې ته سفر کوي چې له امریکایانو سره یې اړیکې خرابې دي. جان کیري په خپل وروسته سفر کې د ملي یووالي د حکومت له مودې غزولو سره کرزي د امریکایانو پر سیاست نیوکه او د افغان حکومت په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.

Related Articles

Back to top button