ژباړه:حمیدالله حمیدي
په یاد دې وي، چې خدای پاک تل ستا ساتونکی دی.
په یاد دې وي، چې تل دې په زړه د ځان د بښلو لپاره ځای ولرې.
په یاد دې وي، چې د ورځې په سر کې دې یو مثبت فکر ټوله ورځ بدلولای شي.
په یاد دې وي، چې تر څو ته خپله ونه غواړې، هېڅوک هم نه شي کولای ستا ژوند در خراب کړي.
په یاد دې وي، چې که غواړې د نیکبختۍ کښت دې ښه وده وکړي، لومړي د خپل زړه ځمکه هواره کړه.
په یاد دې وي، چې د یوې ښې ورځې د پیلېدو لپاره د دې پر ځای، چې و وایي«څه خرابه ورځ ده» و وایه«اه څه یوه ښکلې ورځ ده»
په یاد دې وي، چې د وجود هر یوسلول دې هغه څه اورې، چې ته یې وایي، نوهڅه وکړه، په ټوله ورځ کې مثبتې خبرې وکړې.
په یاد دې وي، چې دعا کولای شي هرسهار تا بېرته را ژوندی کړي او یوه ښکلې روحیه درکړي، نو دعا کول مه هېروه.
په یاد دې وي، چې ژبه هډوکي نه لري، خو داسې ګزار کوي، چې ان زړونه ماتولای شي، نو تل دې خپلو خبرو ته پام کوه.
په یاد دې وي، چې که دې په خبرو کولو کې منفي ټکي وي، هڅه وکړه په مثبتو هغو یې بدل کړې.
په یاد دې وي، چې که هره ورځ له خلکو سره یوه ښېګڼه هم وکړې، ښه ملګري او زیاتې ښېګڼې دې په برخه کېږي.