هېڅکله ماتې مه منئ!
ژوند هغه سمندر دی، چې ډیرې لوړې او ژورې سړې سیلۍ او ډوبوونکې څپې پکې شتون لري. نو کله چې غواړې ورننوځې نو له پوره تیاری او پیاوړتیا سره پکې ورګډ شئ. هېڅکله یې له ناخوالو او کړاوونو څخه مه ناهیلي کیږئ، او خپلې پایلې ته د رسېدو لپاره د هر خنډ په وړاندې د نه ماتېدونکې ډال په څېر ودریږئ او مبارزه وکړئ.
د ژوند ماتې د خپل ژوند د پای ته د رسېدو لامل مه ګڼئ، بلکې هغه ماتې بریاوو ته د رسېدو لپاره یو لامل وګنئ. د خپل ژوند رنګینه بریا د ناکامۍ بدو فالونو پورې مه غوټه کوئ او د تسليمېدو لمن ورته مه غوړوئ. د بریا ځلېدونکي وړانګې مو د خپل وجود په آسمان کې ولټوئ.د هغه ناکامۍ په مټ چې تاسو ورسره مخ شوې یاست داسې بریا تر ستورو په ورسیږي چې تاسو یې تصور هم نشو کولای. هېڅکله د همت کړۍ له خپلو لاسونو مه غورځوئ.
د هر څه نه مهمه لومړی په خپل رب او بیا په ځان باور دی، چې تاسې ته د بریا زیری درکوي، او د ناکامۍ له تړلو ځنځیرونو څخه درته د خلاصون لار ښیي.
هر انسان کولای شي د ناکامۍ له غرونو پورې وځي که هغه هر څومره لوړ وی مګر په کلکې او قوي ارادې سره دا کار ترسره کولای شي. خو هغه زولنې مو له پښو لري کړئ چې د بریا په لور ستاسو د تګ خنډ ګرځي؛ خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره هڅه وکړئ، ماتې مه منئ ځکه ژوند کې داسې کوم څه نشته چې ناممکن دی وي. کوښښ مه کوئ چې د ناکامۍ کلمه ستاسو او ستاسو د موخو تر منځ اوږد واټن رامنځته کړي؛ او یا هم داسې کنده چې خدای مه کړه تاسې پکې ولویږي. او د خپل ژوند له قاموس نه مو د ناکامۍ کلمه لري کړئ، هغه انسان چې د ناکامۍ تر سیورې لاندې ژوند کوي هېڅکله به د بریا له خوږو اوبو ګوټ ونکړئ او نه به یې دنیکمرغۍ ستوري تر کوره راښکته شي. بې زړه توب، کمزوري او ځان کم ګڼل د بریا تر ټولو سرسخت دښمنان دی. چې هسي د انسان په وجود کې وژنې او مړاوې کوي یې. د خپل ژوند له تېرو ماتو تجربه واخلئ او راتلونکي ته هیله من و اوسئ.
که مو ځان د لومړی ناکامۍ په لومه کې واچوئ او بیا بریا لپاره له نوي سوچ او فکر سره راپورته نشوې او تل دې دا ویل چې زه د ناکام یم او مخکې له مخکې دی داسې ماتې ته ځان چمتو کړ نو لري به نه وي چې دوهمه ناکامي دی د کور ور وټکوي.
ځکه چې تا ورته په خپلو لاسونو د راتګ هرکلی او ښه راغلاست ویلي دی، صبر کوئ ماتې مه اعلانوئ بریا ناشونې مه بولئ او خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره قوي اراده ولرئ. هغه لوی لوی کسان هر یو له اوله نابغه ګان نه وو پیدا شوي؛ هغوی د اوږدې مودې لپاره هڅې وکړې په سختیو یې صبر وکړ او د پرلپسې خواري لمن یې نیولې ده.
ځکه د بریا وړ وبلل شول، یواځینی څیز چې د ځينو خلکو د پرمختګ او هیلو خنډ ګرځي د اقتصاد کمزوري او غربت دی؛ او یا هم خپل نصیب ګرم بولي چې زما نصیب خراب دی. ځکه خپلو موخو ته نشو رسېدلې خو دا ستاسې د وروسته پاتې کېدو دلیل نشي کېدلې.
لوی، لوی مخترعین او فلیسوفان لدې نه هم په بد حالت کې وو او ژوند له ناخوالو او کړاوونو سره یې شپې او ورځې سبا کولې؛ خو بیا هم هغوی خپل همت له لاسه ورنکړ او ناهیلې نشول؛ بلکې نور یې هم د بریاو دلاسته راوړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړ هغې چې خپلو موخو ته ورسېدل او د فلیسوفانو او تل پاتې لقبونه یې خپل کړل.
د ناکامۍ هغه مرغۍ ته لاسونه وخوځوئ چې کلونه کلونه یې ستاسو په کروندو کې شپې او ورځې تیرې کړي.
د ناهیلې او کمزورۍ څخه ځان وساتئ، تر څو بریا ته ورسېږي.
لیکواله: تورپیکۍ غرنۍ