ټولنه
د ابوبکر البغدادی د کور انځورونه

انګلستان ډېلي مېل ورځپاڼې ځينې داسې انځورونه خپاره کړي چې په کې يو ستر کور ښکاري. ورځپاڼه ادعا کوي چې دغه کور د داعش د ډلې مشر، ابوبکر البغدادي دی.
دغه انځور کې بغدادي ته منسوب کور يو ستر کور برېښي، چې ورسره د لامبا حوض او د څارويو د ساتلو حوېلۍ هم ښکاري. ډيلي مېل ورځپاڼه وايي چې دغه کور د سوريې په منبج ښکار کې دی.

ورځپاڼې د خپلې چهارشنبې په ګڼه کې دغه انځورونه خپاره کړي. دغه انځورونه کردي جنګيالي سردار محمود په خپله ټوېټر پاڼه کې خپاره کړي دي. د انځورو په جمله کې ځينې د کور داخل هم ښکاره کوي او ښکاري چې ياد کور د ځمکې لاندې هم مهم ځايونه لري چې د بمبارۍ پر مهال داعش د غړو د ساتلو په موخه جوړ شوي دي.
که څه هم يوه اوونۍ وړاندې د ابوبکر البغدادي د مړينې خبرونه خپاره شول، خو ډيلي مېل بيا وايي چې هغه لا هم ژوندی دی او د عراق په موصل ښار کې په پټه اوسېږي.