ټولنه
د ژوند حقیقت ته د رسېدو له پاره رازونه
ژباړن : عطا محمد میاخېل
لومړی راز :
ټول هغه څه چې د رښتینې خوشالۍ او نېکمرغۍ په موخه ورته اړتیا لرو، زموږ په دنننه کې دي .
دویم راز :
له ځانه سم ذهني انځور، موږ ته د ژوند د حقیقت په لوري لارښوونه کوي . هر انسان له ځانه یو ذهني انځور لري، چې زه څوک یم او کوم کارونه تر سره کولای شم . د هر انسان ذهني انځور د هغه د شخصیت او چلندونو اصلي بنسټ دی، زموږ ذهني انځور زموږ د فضیلت او ستروالي د احساس نښه ده او دا څرګندوي، چې موږ کوم کارونه ترسره کولای شو او کوم نه شو ترسره کولای . انسانان د ژوند حقیقت په خپلو ذهني انځورونو جوړوي . هو له ځانه ښکلی ذهني انځور بریاوې را منځته کوي او بریاوې له ځانه د ذهني انځور د لا ښه والي سبب ګرځي . له ځانه زموږ ذهني انځور د ژوند په فضا کې زموږ د باورونو د ټولګې سمبول دی .
درېیم راز :
د ژوند موخه داده، چې خپلې ټولې بالقوه وړتیاوې د یوه خپله غوړېدلي انسان په توګه وپېژنو او هغه لا پسې وغوړوو او له ځانه تر ټولو غوره شخصیت څرګند کړو او ډېره وده او پرمختګ وکړو .
څلورم راز :
په وجود کې بدلون، نه یوازې ممکن او شونی دی، بلکې نه منونکی نه دی، ځکه تر څو چې موږ بدلون ونه کړو، زموږ په ژوند کې بدلون نه رامنځته کېږي . خوشاله انسانان منظمېږي او حرکت کوي، ځکه تر څو چې نه شې، نه کېږي او ترڅو چې حرکت ونه کړې، نه رسېږې .
پنځم راز :
د ژوند ټولې ستونزې، مصیبتونه او خنډونه په حقیقت کې هغه درسونه دي، چې انسان روزي او انسان جوړوي او دا هغه فرصتونه دي، چې جامه یې بدله ده . حتا کله وخت ستونزې او مشکلات د الله (ج) پټې مهربانۍ وي، چې د انسان د ودې او غوړېدو سبب ګرځي . نو باید هغو ته درنښت ولرو او له هغو څخه زده کړه وکړو .
شپږم راز :
له واقعیتونو څخه زموږ زده کړه، زموږ د فکر او ذهن جوړول او لګول دي، نو زموږ د ژوند واقعیتونه کولای شي، زموږ په افکارو سره بدلون وکړي . په دې اساس باید په خپلو افکارو باندې ډېر پام وکړو، ترڅو د خپل ژوند واقعیتونه لا پسې ښکلي کړو .
اووم راز :
وېره او شک له انسان څخه د ژوند خوشالي او هوساینه غلا کوي . په لوړو باورونو او په الله (ج) باندې په توکل سره، باید د خپل فکر له فضا څخه هر ډول وېره او شک لرې کړو او یقین او مینې په دره کې په ټینګ او استوار ډول پرمخ لاړ شو او د خدای (ج) او کایناتو په وړاندې له تولیده ډک ژوند رامنځته کړو .
اتم راز :
کله چې ځان مو نه خوښېږي او له خپل ځان سره مینه ونه کړو، نه شو کولای، چې له نورو سره مینه وکړو او د ځان په اړه د نورو له مینې څخه ګټه واخلو، نو باید لومړی د مینې مرغلره ځانته ډالۍ کړو، ترڅو وکولای شو، له نورو سره د مینې کولو جوګه شو .
نهم راز :
له کایناتو او نورو سره زموږ ټولې اړیکې هغه هیندارې دي، چې موږ ښکاره کوي او ټول خلک زموږ ښوونکي ګڼل کېږي، نو باید په ځان باندې باور او اعتماد سره تر ټولو ښکلې اړیکه ټینګه کړو او په ژوند کې د اړیکو له زرینې کیلۍ څخه د هر تړلې دروازې د خلاصولو له پاره کار واخلو او بریالي شو .
لسم راز :
په ژوند کې رښتینې خوشالۍ، د ژوند د پېښو په وړاندې زموږ د غبرګون په ډول پورې تړلې، نه په بخت پورې . په دې اساس باید ځان د خپل ژوند مسؤول وګڼو او نور ګرم ونه ګڼو، تر څو وکولای شو په مناسبو غبرګونونو سره، د ژوند ښکلی حقیقت، د منلو وړ واقعیت باندې بدل کړو او نېکمرغۍ او خوشالۍ ته ورسېږو .
یوولسم راز :
د ژوند حقیقت د الهي مینې پر بنسټ ولاړ دی . بریالي او کامیاب انسانان خپل وجود په الهي مینې روښانه کوي . انسانانو او کایناتو ته د مینې په ډالۍ کولو سره خوشاله او سوکاله ژوند ته رسېږي .
دولسم راز :
له هغه ځایه چې انسانان د ژوند په تګلوري کې د ژوند د قوانینو له سم پلي کولو څخه غافل کېږي او د نورو په غلطو او منفي افکارو سره، د ژوند له سم تګلوري څخه بې لارې کېږي . په دې اساس د ژوند د کیفیت پر له پسې ارزونه او شېبه په شېبه سمونه، کولای شي انسان ته په سم تګلوري او د ژوند حقیقت ته د رسېدو له پاره لار ښوونه وکړي . د ژوند د کیفیت تر ټولو ښکلی معیار دادی، چې د هرې ورځې په پای کې له ځانه پوښتنې وکړو، چې آیا ورځې مې څنګه تېره شوه او د ژوند له شېبو څخه مې ګټه او خوند واخیسته او که نه ؟
د ژوند حقیقت له رازونو څخه په سمې ګټه اخیستنې، دې پایلې ته رسېږو، هر هغه څه، چې په ژوند کې د رښتینې نېکمرغۍ او خوشالۍ له پاره ورته اړتیا لرو، دم ګړۍ له موږ سره او زموږ په واک کې دي او موږ باید په هره شېبه کې د وړ او شکر کوونکو بنده ګانو په توګه د ژوند حقیقت د رسېدو له قوانینو څخه سمه ګټه پورته کړو، تر څو وکولای شو له الهي بښنو او مهربانیو څخه برخمن شو او د ژوند له هرې شېبې څخه خوند واخلو .