ټولنه

علم زده کړۍ

وروسته له هغې چې امریکا په افغانانو کې د دوښمني او له اسلام نه د لیري والي لپاره  په خلکو باندې ډالر وپاشل نو د ډالرو سره یې د افغانانو مینه دومره زیاته کړه، چې د خپل ژوند له ډېرو ښکلاوو او ارزښتنو نه ورته تېر شول. هغوي چې مکتب، پوهنتون او نورو ځایونو کې زده کړي کولې نو هغوي ته یې شا کړه، او دغلامي او د ټیټو سترګو ژوند او د عزت پلورلو ته یې زړه ښه کړ. او مشرانو کشرانو يې دا دلیل راوړو چې پلانکي هیڅ درس هم ندي ویلي، دومره پیسي لري چې په سر یې باد کړي, نه يې شي خلاصولي او دومره موټرونه لري او ورځني عاېد يې ۴۰۰۰،۵۰۰۰ زره ډالره دی؛ او ښه مثال یې په کمپاين چلولو کې ونډه وه او ددې په شان يې شل داسې نورې بوختیاوي يې ځانونو ته پیدا کړي. هم له زده کړو هم له دینه او له خپل عزته یې ځانونه لیري کړل, او همدا به یې ویل چې په زده کړو او درس ویلو کې خو د انسان رزق او روزي نده، خدای به مو لدې هم ښه وساتي.

او په ډالرو یې داسي روږدي کړل چې له ډېرو شیانو ورته تېر شول، او دوی دا فکر کاوه چې دا کارونه به تل تر تله وي. خو داسي ونشوه، اوس مو کوم دی هغه له حسابه وتلي ډالرونه؟ څه شول هغه غرورونه او نخري مو؟ په ځان افتخارونه مو؟

زما وړوڼو زده کړه او علم ددې لپاره ندی, چې میلیونر دي کړي؛ هیڅ کله هم علم تانه د ډالرو میلیونر نه جوړوي, او بيا هم په مادي توګه بلکې علم درنه منعوي میلیونر جوړوي. چې تل به درسره مل وي, او هيڅ کله يې هم څوک درنه اخيستلي نشي. علم ددې لپاره دي چې ځان وپیژنې خپل خدای وپیژني; ددې لپاره ندی چې په زده کړو او علم به میلونر او د ډالرونو څښتن شي. هغوي یې چې څښتنان کړي هم دي د علم تر څنګ ورسره خپل بخت او قسمت مل دی، او تر دي ځایه یې رسولي دی. علم تر لاسه کول یوه پټه خزانه ده، د دنیا دهر کار د ترتیب او د ځان د ژغورلو لپاره زده کړي او علم تر لاسه کول معنوي ارزښتنونه لري, ډېر په کمه کچه يې مادې دي. په علم او زده کړو کې د نړۍ ټول ارزښتونه نغښتي دي.

علم هغه څه دی، چې لدې تیارو او تباهیو نه مو ایستلي شي; او یوې داسي نړۍ ته مو بوولي شي, چې هلته د ژوند خوند او ارزښت دی
.
نو د زده کړو او علم ارزښت له هیڅ شي سره مه پرتله کوئ, د زده کړو او علم په ارزښت به یواځې هغه کسان پوهیږي چې له خپل عقل نه کار اخلي.

لیکنه: سلیمي نړیوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button