ټولنه

خوښي د انسان له وجوده سرچینه اخلي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

تر هغه وخته چې د باندني احساس پاروونکې منبع مقصره بولو او پر وړاندې یې حساسیت ښیو، بدبختي او خپګان به مو همداسې دوام ولري او د بېچاره ګۍ او ستړیا احساس به کوو. ښه خبره دا ده چې په دې برخه کې له ځانه دوه پوښتنې وکړو:

ولې په غوسه کېږو؟

ولې خپه او غمګین یم؟

خوښي د نفس د عزت پایله ده؛ که له چا نه پوښتنه وکړئ، کوم کوم شی مو ډېر خوشاله کوي؟ کېدای شي بېلابېل او ډول ډول ځوابونه درکړي، خو که فکر ورته وکړئ کېدای شي ډېری ځوابونه یې پر مادي شیانو را وڅرخي. په داسې حال کې چې دا ډول ځوابونه اشتباه او غلط دي؛ ځکه خوښي د انسان له وجوده سرچینه اخلي او اکتسابي نه ده. کېدای شي یو کس په ژوند کې هر څه ولري او له هر شي څخه برخمن وي خو خوښي نه لري او برعکس داسې کسان به مو هم لیدلي وي چې د ژوند ډېر لږ امکانات لري، خو تر ټولو خوښ ژوند لري.

خوښي شاپرک ته ورته ده، که مو منډې پسې ووهلې هېڅکله به یې هم راګیر نه کړئ او که ورته ودرېدئ خپله به راشي او ستاسو پر اوږو به کېني.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button