ټولنهګڼ رسنۍ

د روميانو جګړه

کولمبيا کې هر کال د «ټومېټينا فېسټېوال» په نامه د ساتېرۍ يوه غونډه جوړېږي. دغه فيسټيوال کې په تڼونو روميان پراته وي او خلک يو بل پرې ولي.

ټومېټېنا فيسټيول چې د روميو جګړه هم بلل کېدای شي، په لومړي ځل په کولمبيا کې د ۲۰۰۴م کال د جون په ۱۵مه نېټه پيل شو. له هغې مودې راپدېخوا هر کال دوی دغه ساتېري ترسره کوي.

په دغه فيسټيوال کې نه يوازې مشران برخه اخلي، بلکې ماشومان هم د نورو تر څنګ په جوش او خروش يو بل په روميو ولي او سات تېروي.

د دغې ساتېرۍ په اړه جالبه بيا دا ده چې په کې د شرکت له پاره د ځينو اړينو قوانينو مراعاتول ضروري دي. يوه قاعده دا ده چې کله په رومي بل څوک ولې، نو بايد په لاس کې پرې فشار راوستل شي تر څو نرم شي.

د دې دليل دا دی چې که په لاس کې رومي نرم نه شي او بل پرې وويشتل شي، ښايي بل لوری زخمي شي.

په دغه لوبه کې د فصلونو خراب روميان چې د استعمال وړ نه وي، په دغه شکل استعمالېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button