وخت څه ډول مدیریت کړو؟
ژباړه: حمیدالله حمیدي/
د وخت د مديریت رازونه
ورځ مو څه ډول پیلوئ؟
مشهور لیکوال او وینا وال بریان ټریسي وايي: مخکې له دې چې د خوب خونې ته لاړ شم، د هغو کارونو لپاره مهالوېش جوړوم چې غواړم سبا یې ترسره کړم؛ دغه کړنه د دې سبب ګرځي چې ستاسو ضمیر په ناخوداګاه ډول د خوب پر مهال پر دغه مهالوېش تمرکز وکړي. کله چې سهار تاسو له خوبه پورته کېږئ، د ورځې په اوږدو کې چې کومې ستونزې مخې ته درځي، تاسو یې پر وړاندې تیاری ښیئ او په ډېرې اسانۍ سره یې مخه نیولی شئ.
کله چې غواړئ وخت ته ارزښت ورکړئ او یا یې اولویت بندي کړئ، نو لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
۱- د اړینو پوښتنو جوړول: کوم کارونه باید ترسره کړم، څو ډېر څه لاسته راوړم؟
کوم کارونه ترسره کولای شم چې مخکې له مخکې یې د یوه بدلون ځواب ویلی وي؟
دغو پوښتنو ته ځواب ورکول له تاسو سره مرسته کوي چې کارونه مو لېست کړئ او هریوه ته په ډېره اسانۍ سره ورسېدلای شئ. دغه کار ستاسو په پرمختګ کې پوره مرسته کولای شي.
۲- د کار ارزښت وپېژنی: تر ټولو مخکې هغه کارونه ترسره کړئ چې ستاسو په اند ډېر مهم دي. هغه انرژي چې تاسو یې په چورت او اندېښنې کولو مصرفوئ، ستاسو توانایي له منځه وړي.
۳- د کار پایلو ته پام وکړئ: هره پرېکړه ښه یا بده پایله لري؛ وګورئ، د یوه کار د ترسره کولو په پای کې څه ترلاسه کولای شئ، وروسته دغه پایله له یوه بل حالت سره پرتله کړئ، فکر وکړئ چې که دغه کار مو نه وای کړی، څه به مو ترلاسه کړي او یا هم له لاسه ورکړي وو؟ له دې پروسې څخه موخه دا ده چې د یوه کار پایله له ترسره کولو مخکې او وروسته درته په ګوته کوي. له یو بل سره یې پرتله کړئ، دغه چاره تاسو ته در زده کوي چې کوم کارونه لومړی ترسره کړئ، کوم کارونه وروسته او یا کوم کارونه ان بېخي ترسره نه کړئ.
۴- ځانګړی او اړین وخت: بریان تریسي هغه فاصله چې ستاسو او ستاسو د هدف ترمنځ ده، ډېره اړینه بللې ده. دغه مرحله ډېره مهمه ده او دا په ګوته کوي چې په څومره تېزۍ سره تاسو خپلې موخې ته رسېږئ. کله چې نوی یو کار ترسره کوو، ډېر خنډونه مو مخې ته راځي او غواړي مخه مو ونیسي، څومره چې دغه ستونزې کمېږي، کار مو ښه پر مخ ځي، ښه خبره دا ده چې دغه ستونزې مخکې له مخکې په ګوته کړئ او ورته حل لارې پیدا کړئ چې د کار په مخ کې مو خنډ ونه ګرځي.