ریچارډ شولز؛ له ښوونځي اخراج شوی میلیاردر
امریکایی میلیاردر « ریچارډ شولز» یو له هغو کسانو څخه دی چې د خپلو هڅو او خلاقیت پر مټ میلیاردران شوي دي. نوموړی د متحده ایالاتو د « مینه سوټا» ایالت په « ساینټ پاول» سیمه کې زېږېدلی دی.
نوموړی له ښوونځي څخه د ناکامېدو له کبله اخراج شو. له ښوونځي تر اخراج وروسته یې د متحده ایالاتو له سمندري ځواکونو سره کار پیل کړ. کله یې چې د عسکرۍ موده پای ته ورسېده، نو د الکترونیکي توکو له پلورنځي سره یې د پلورنکي یا « سلزمن» په توګه دنده پیل کړه.
فوربس مجلې ویلي هغه پلورنځی چې ده د پلورونکي په توګه کار ورسره کاوه د پلار یې وه؛ خو تر څه مودې وروسته یې دغه کار هم پرېښوود.
د خپل کاروبار د پیل لپاره یې په ۱۹۶۶ زېږدیز کال کې خپل کور ګرو کړ. د ګروۍ له دې معاملې په ترلاسه کړو پیسو یې په ساینټ پاول کې د غږیزو وسایلو یوه هټۍ پرانیستله. په لږ وخت کې یې د پلورنځي د څانګو شمېر ۹ ته ورسېد. په همدې وخت کې یې یوه څانګه طوفان ړنګه کړه او له دې پېښې وروسته یې ټولې یوه ځای ته راټولې کړې؛ خو له همدې یوه ځای څخه یې د ویکي پیډیا په وینا طوفاني پلور پیل کړ.
د پلور له زیاتوالي سره سم یې د خپل پلورنځي نوم « بلو بای» ته بدل کړ. دغه راز یې د کاروبار تګلاره هم بدله کړه. دا ځل یې سترو سوپر مارکېټونو ته مخه کړه چې هره یوه یې په منځني ډول ۱۸۰۰ فوټ مربع پراخوالی درلود او توکي یې ارزانه پلورل. دغه راز یې د سوداګریزو اعلانونو لپاره ډېره بودجه ځانګړې کړه. تر ۱۹۸۹ کال پورې یې د پلورنځیو شمېر ۴۰ ته ورسېد او تر ۱۹۹۵ زېږدیز کال پورې د سوپرمارکېټونو د دې شبکې د کلني پلور کچه پنځه میلیارده ډالرو او د څانګو شمېر یې ۱۵۵ ته ورسېد.
نوموړي اوس د سوپر مارکېټونو په دې شبکه کې د خپلو ونډو پر پلورلو پیل کړی او یوازې په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې یې ۱۵ سلنه ونډې پلورلې دي.
دی په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې له اجرایوي مشرۍ تقاعد شو. دغه راز یې په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د ریاست له پوست څخه هم استعفی وکړه. نوموړي د حلقوي پلورنځیو د دې شبکې له مشرۍ وروسته له دې استعفی وکړه چې ثابته شوه، دی پوهېده چې اجرایوي رییس یې له یوې کارکوونکې سره نامشروع اړیکه لري؛ خو په دې اړه یې څېړونکې کمېټې ته معلومات نه وو ورکړي.
سره له دې چې خپله ډېره برخه ونډې یې پلورلې دي؛ خو لا هم د بلو بای تر ټولو ستر ونډوال دی. دی په خیریه کارونو کې هم خلاص لاس لري. په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کې یې له ټوماس پوهنتون سره ۵۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نوومبر د ۲۰ مې نېټې د شمېرو له مخې د ریچارډ شولز پانګه دوه اعشاریه پنځه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په متحده ایالاتو کې ۲۲۵ ام ځای لري.
واده یې کړی، ۱۰ اولادونه لري او په فلوریډا کې ژوند کوي.
دغه ليکنه «هميانۍ» کې هم خپره شوې.