روسي رسنیو خبر ورکړی چې ټرامپ به له نورو بهرنیو ولسمشرانو دمخه له پوتین سره کتنه کوي. د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ځینو نړیوالو رسنیو خبر ورکړی وو چې ټرامپ له پوتین سره ملگرتیا لري، خو ټرامپ د رسنیو دغه تور نه رد کړی او نه منلی وو.
پوتین د ټرامپ ملاتړی وو او د هغه راتگ یې د امریکا او روس تر منځ د اړیکو له پاره یو نیک شاگوم گڼلی وو. وروسته له دې چې ټرامپ په ټاکنو کې ډېرې رايې تر لاسه کړې او د امریکا نوی ولسمشر اعلان شو نو پوتین ډېر ژر ورته مبارکه ورکړه او هیله یې څرگنده کړه چې د ټرامپ بریالیتوب به د امریکا او روس اړیکې له کړکیچ څخه وباسي.
د ټرامپ او پوتین تر منځ د کتنې پخلی د پوتین دفتر هم کړی، د پوتین ویاند دیمتري بیسکوف په دې اړه رسنیو ته ویلي چې د ټرامپ له لوړې کولو وروسته به د دواړو ولسمشرانو تر منځ کتنه وشي او د لیدنې له پاره تیارۍ روانې دي.
د اوباما په دورې کې د روس او امریکا اړیکې خرابې وې، امریکایان په اوکراین کې د روسانو له پرمختگ او د کریمیا له نیولو سره مخالف ول. دغه راز د سوریې په کړکېچ کې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینگلي شوي دي. پوتین د هېلري کلنیټن له ټاکنو سره مخالف وو ځکه چې هغې د اوباما د سیاست دوام غوښت.