ټولنهسلايډ

څنگه مطالعه وکړو؟ (د مطالعې لارې او چارې)

ژباړن: نیلاب شینواری

که ښه ژوند غواړئ، مطالعه عادت کړئ. پوهان وایي، کتاب تر ټولو ښه ملگری دی. کتاب تل د انسان فکري لیدلوری پراخوي. انسانان په فکرونو سترېږي نه په جسمونو او پیسو. د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ډېر ژوندي انسانان پوهان دي. پیغمرانو علیهم الصلواه والسلام د علم او پوهې لارویان وو چې تر دې دمه يې تاریخ ژوندی دی. له دوو زره کالو راهیسې د یوناني پوهانو نومونه د علمي مجالسو په بحثونو کې ژوندي دي.

په انساني ژوند کې د هر کار د ترسره کولو لپاره خپل اصول او شرایط وي. که ‌چېري یو کار د خپلو اصولو او قوانینو په رڼا کې سرته ورسول شي نو ډېره ګټوره به وي او په راتلونکي کې د همدي کار په کولو به د اسانتیا او خوښۍ احساس کوو، دېته ورته کارونه به په مينه او ذوق تر سره کوو.

مطالعه هم خپل اصول او قوانین لري. که ‌چېرې د همدې اصولو په رڼا کې مطالعه وشي نو اغېز به يې تلپاتې وي. ځلاند وېبپاڼه به د مطالعې د ځای، لارې، اغېز، تمرکز او د سرعت په اړه له خپلو لوستونکو سره جلا جلا اصول شریک کړي.

د مطالعې د ځای لپاره فیل ریس په خپل کتاب کې څه اصول لیکلي دي. موږ دلته څه د هغه او پاتې نورو د نورو پوهانو اصول نقلوو:

د مطالعې لارې

  1. د ادریل جانسن وینا ده چې د کتاب لوستل له موره پاتې شوی عادت نه دی. عادت اخیستل يې خپلې لارې چارې لري؛
  2. غوره لوستل هغه دي چې لوستونکی د لیکنې ښه‌والی درک کړي او په کمزورتیا یې هم پوه شي؛
  3. د لغاتو په معنا کې فکر وکړئ، یوازې له جملو څخه د مطالبو پر اخیستو بسیا مه‌کوئ، د لوستلو پر مهال له ځان سره قاموس ولرئ، ځکه دا د لغاتو د زده‌کړې ښه وخت دی؛
  4. فرانسوی لیکوال امیل‌فاگه وایي چې په لومړیو کې د لوستلو پر مهال استقامت پیدا کړئ، وروسته به د کتاب په لوستلو بیا روږدي شئ؛
  5. د فرانسې بل مشهور لیکوال مون ‌تني د کتاب لوستلو لپاره نوي نظریات ورکړي دي، دی په دې نظر دی چې د ښه گټه پورته کولو لپاره لوستونکی باید یو کتاب دوه وارې ولولي، په یو وار لوستل که څه هم د ذهن په حضور وي انسان ترې بشپړه گټه نه شي پورته کولی. دوهم وار لوستل انسان د یو کتاب پر مفاهیمو پوهوي؛
  6. د کتاب له لوستلو وروسته باید له نورو ملگرو سره د کتاب پر موضوع بحث وشي، ځکه هر کتاب بیل انسان لیکلی دی او بېل نظر لري. تاسو د یو کتاب له لوستلو وروسته یوې نوې نړۍ ته دننه شوي یې چې پر بحث کولو یې لا نور پر مفاهیمو ښه پوهېږئ؛
  7. له لوستلو څخه د گټې پورته کولو لپاره اړین دي چې لوستونکی باید مهم مفاهیم له ځان سره نوټ کړي او که په کومې موضوع نه وي پوه شوی هلته باید پوښتنه پورته کړي؛
  8. د کتاب او یا لیکنې په سرلیک کې ټوله موضوع رالنډه شوی وي لومړی هغه ولولئ وروسته د ټولو څپرکو لومړي پراگرافونه ولولئ، بیا ټول کتاب ولولئ. د لوستلو له دې طریقې وروسته تاسو په اسانه توگه کولی شی چې د کتاب پر موضوع ښه پوه شئ؛
  9. د موضوع له لوستلو سره جوخت عمل کول هم شروع کړئ ځکه که لوستل بې عمله وي نو د مطالعي گټه نه شته؛
  10. بیکن د کتاب لوستلو په اړه ډېر ښه ویلي: «د کتاب ځینې برخې باید وڅکل شي، ځینې غوټ تېر شي او ځینې نور باید ښه ووژل شي تر څو د هضم لپاره برابر وي».

د مطالعې ځای

  1. ځینې په ارامۍ کې مطالعه خوښوي او ځینې نور بیا په شور او زوږ کې، ځینې وايي چې د مطالعي لپاره څوکۍ او میز حتمي دی او ځینې نور په غولي کې ښه مطالعه کولی شي. له دې وسوسو او اصولو تېر شئ خپل ذهنونه په هر حالت کې د مطالعې لپاره اماده ساتئ؛
  2. که مو مطالعه ویشلې او پاشلې وي نو د ترتیب کولو لپاره یې نیم‌ ساعت دمه وکړئ او پر ځای يې خپل اتاق سم کړئ د اتاق د سمولو لپاره به مو ذهن له مطالعې سره بوخت وي او له کار کولو وروسته به ستاسو ذهن مطالعې ته اماده وي؛
  3. ځینې وخت د کتاب د لوستلو لپاره له ځانگړو ځایونو څخه گټه پورته کړئ چې له همدې خاطرې سره مو د کتاب مفاهیم ذهن کې تلپاتې وي. د بېلگې په ډول د باران ورېدلو په وخت کې چترۍ راواخلئ او د باران لاندې مطالعه وکړئ دا به مو ذهن کې د تل لپاره ژوندئ خاطره وي؛
  4. که امکان وي څه چې لولئ له مفاهیمو سره ورته ځای انتخاب کړئ. د بېلگې په ډول د دينی علومو لپاره غوره ځای جوماتونه دي؛
  5. له مطالعې څخه مخکې د یوه ایډیال ځای انتخاب لپاره فکر وکړئ. ستاسو په ذهن کې به د همدې ځای د ځانگړنو له امله د مطالعې مفاهیم پاتې شي؛
  6. د مطالعې په موده کې لږه دمه کوئ، شاوخوا څېزونوته لږ وخت ورکړئ. دا کار د لوستلو اغېز ډېروي؛
  7. هیڅکله د لوستلو لپاره ځانگړی ځای مه‌ انتخابوئ. ځکه دا کار مو له مطالعې څخه د تېښتې لپاره بهانه جوړیږي او بیا په هر ځای کې لوستل نشئ کولی. چېرته چې یاستئ هماغه ځای د مطالعې لپاره تر ټولو غوره ځای دی؛
  8. فکر وکړئ چې د لوستلو ځای، شاوخوا مو څېزونه د خوب کولو لپاره نه ‌وي برابر؛
  9. د اکسیجن ډېر شتون مو د لوستلو لپاره تر ټولو مهمه ځانگړنه ده.

له مطالعې څه ډول گټه پورته کړو؟

  1. تاسو باید په ذهني ډول د مطالعې لپاره تیار اوسئ، که چېرې ذهن مو په نورو کارونو کې بند وي نو له مطالعې گټه نه شي پورته کولی؛
  2. د مطالعي حجم باید ستاسو ذهني تمرکز له منځه یونسي، له مطالعې یوازېنۍ موخه د پوهې ډېرېدل دي نه د کتابونو ختمول؛
  3. مخکې له دې چې له کتاب څخه مو ذهن بل لوري ته واوړي، باید د تېرې مطالعې په زړه پورې ځایونو یو وار بیا راتېر شئ؛
  4. د کتاب له لوستلو باید مخکې منظم پلان ولرئ، هر کتاب باید ستاسو د ځانگړو پوښتنو ځواب ولري. یا دا چې کتاب باید د دې لپاره انتخاب شي چې ستاسو د پوښتنو ځواب درکړي؛
  5. کوم کتابونه چې لولئ هغه مو باید خپل وي، ځکه د هر کتاب لوستلو کې باید د مهمو ټکو لاندې نښه کړئ، ځکه د اړتیا په وخت کې په اسانۍ سره ترې خپل مطلب پورته کولی شئ؛
  6. د کتاب لوستلو پر وخت کې باید لوستونکي سره قلم وي چې په زړه پورې مطالب او په کومو ټکو کې چې ستونزه لري هغه په نښه کړي؛
  7. د لوستلو او نورو کارونو تر منځ وخت وویشئ، ځکه یوازې لوستل مو ستړی کوي باید د لوستلو تر څنګ انسان فزیکي کار هم وکړي؛
  8. موضوعي مطالعه کوئ؛ کله مو چې د یوې موضوع په اړه مطالعه شروع کړه د هغې موضوع په اړه مناسب معلومات تر لاسه کړئ او له هغې وروسته بیا نورو موضوعاتو کتابونه لوستل شروع کړئ؛
  9. له کتاب لوستلو وروسته د کتاب نچوړ په خپلو الفاظو ولیکئ، دا کار به د لوستلو سره ستاسو د لیکلو هنر هم قوي کړي؛
  10. له کومو موضوعاتو سره چې علاقه لرئ د هغې موضوع په اړه مطالعه وکړئ، دا کار مو فکري قوه غښتلې کوي؛
  11. د هر کتاب لوستلو څخه وروسته د ځان لپاره یوه جایزه وټاکۍ، د بېلگې په ډول له ځان سره ووايئ چې که دا کتاب مې تر پایه ولوست له ملگرو سره بهر ماښامنۍ کوم یا د دې کتاب له لوستلو وروسته یو فلم گورم، یا دېته ورته نور فعالیتونه؛
  12. د کاغذ رنگ، د قلم رنگ، د مطالعې ځای، د ناستې حالت، د کتاب او سترگو تر منځ فاصله دا ټول ستاسو د مطالعې پر وړتیا اغېز لري.

پر مطالعې څه ډول تمرکز وکړو

ډېری لوستونکي د مطالعې پر وخت خپل تمرکز له لاسه ورکوي. دا لاندې اته ټکي مو پر مطالعې تمرکز ډېروي:

وروستۍ برخه

  1. له کومې موضوع سره مو چې مینه وي هغه لولئ، انسان پر هغه څه تمرکز کوي چې مینه ورسره لري؛
  2. ستاسو اراده او تخیل باید سره همغږي وي، تاسو چې څه لولئ پر همغه متن مو سترگې او دماغ حاضر کړئ؛
  3. لوږه، تنده، ستړیا، ناروغي او تشویش مو تل ذهني تمرکز له منځه وړي، په داسې حساسو حالتونو کې باید مطالعه ونه کړئ؛
  4. ځیني وخت مو چاپېریال تمرکز له منځه وړي لکه ډېر شور، ډېره رڼا او نامناسبې جامې؛
  5. بيړه او وارخطايي مو د مطالعې تمرکز له منځه وړي او د مطالعې کیفیت هم راټیټوي؛
  6. په مړه خېټه خوراک مو تمرکز تل له منځه وړي کوښښ کوئ چې خوراک مو له اندازې ډېر نه شي؛
  7. په مناسب وخت کې مطالعه مو د لوستلو کیفیت لوړوي، سهار وختي سپورت وکړئ چې روحا او جسما ویښ شئ وروسته مطالعه وکړئ. که چېرې په ستړيا کې مطالعه وکړئ نو کیفیت به یې لوړ نه وي او تمرکز به له لاسه ورکړئ؛
  8. د مطالعې لپاره خپل وخت ولرئ هر څه مو باید په مهال ویش وي که چېرې وخت مو منظم نه وي نو تاسو به ذهني د مطالعې لپاره تیار نه وئ.

او په پای کې له هر لوستلو وروسته باید څه ولیکل شي، له لیکلو بغیر لوستل یوازې ۵۰٪ گټه ده او بس!

 

Related Articles

Back to top button