طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپلو شپږو تنو زنداني ملګرو د اعدام په تړاو د غچ اخیستو ګواښ وکړ. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي چې له دې وروسته به ټولې هغه ادارې په نښه کوي چې په وروستۍ پېښه کې ښکېل دي.
طالبانو ګواښ کړی چې زرګونه کسان یې تیار کړي چې د غچ اخیستو لپاره به اقدام وکړي.
نن (یکشنبه) سهار مهال افغان حکومت اعلان وکړ چې د طالبانو اړوند شپږ تنه زندانیان یې په پلچرخي زندان کې اعدام کړي دي.
داسې ښکاري چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو هڅې په نهیلۍ بدلې شوي او دواړه غاړي هڅه کوي چې د جګړې په لیکو کې پرمختګونه وکړي. طالبانو که څه هم دا نه دي ویلي چې له دوی سره زنداني د ملي اردو او پولیسو له سرتېرو سره به څه چلن کوي؛ خو تر ډېره یې د اړوندو ادارو د نښه کولو خبره کړې.
له دې پرېکړې سره د قضايي ارګان اړوندو کارکوونکو د خوندیتوب اندېښنې هم زیاتې شوي دي.