افغانستانسلايډ

کندوز بېرته امنيتي ځواکونو نيولی

افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه او افغان امنيتي ځواکونه وايي، چې کندوز ښار بېرته د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلی او وسله وال طالبان له ښاره په شا شوي دي.

طالبانو پرون پر کندوز ښار له څلورو لوريو بريدونه پيل کړل او له څو ساعته جگړې وروسته يې ښار ونيو، د دغې ډلې پلويانو د انټرنټ له لارې هغه وېډيوگانې خپرې کړې، چې غړي يې په کې د ښار منځ کې ليدل کېدل او سپين بيرغونه يې درولي وو.

د طالبانو له لوري د ښار له نيولو سره سم له کابله ځانگړي ځواکونه د الوتکو په وسيله کندوز ته ولېږدول شول، څو له ښاره د طالبانو د بېرته شړلو عملياتو کې مرسته وکړي.

د کندوز امنيه قوماندان محمد قسيم جنگل باغ د فرانسې خبري اژانس ته وويل: «ښار دا مهال زموږ لاس کې دی، د هغوی نه. موږ د ناحيې د تصفيه کولو د عملياتو د پيل په حال کې يو».

افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو په دې اړه وويل: «د کندوز ښار امنيت اوسمهال د افغان امنيتي ځواکونو په لاس کې دی او تازه ځواکونه هم ور روان دي».

پر کندوز ښار د طالبانو دا بريد په داسې حال کې کېږي چې د ملي يووالي حکومت مشر او اجراييه رييس پرون بروکسل غونډه کې د گډون لپاره ولاړل، نن د دې غونډې د پيل لومړۍ ورځ ده.

د يادونې وړ ده، چې وسله والو طالبانو د تېر کال سپتمبر مياشت کې هم کندوز ښار په بشپړ ډول نيولی وو، چې شنونکو دا د هغوی ستره بريا وبلله. وروسته افغان امنيتي ځواکونو د ناټو په مرسته طالبان له ښاره په شا وتنبول، خو د کندوز ډېرې ولسوالۍ اوس هم د طالبانو په ولکه کې دي او ښار هره شېبه د دوی د بريد تر گواښ لاندې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button