پاکستان ټاپي ګاز نل ليکې لپاره طالبانو سره خبرې کوي
پاکستان له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د راتېرېدونکې ګاز نل ليکې د خونديتوب لپاره طالبانو سره خبرو ته تابيا ښودلې ده.
د دې هېواد دفاع وزير خواجه اصف ويلي دي، دغه پروژه ټولو شريکو هېوادونو ته خورا مهمه ده.
ټاکل شوې ده، د هند او پاکستان لومړي وزيران راتلونکې يکشنبه ترکمنستان ته د دې پروژې پرانستو ته ولاړ شي.
دفاع وزير خواجه اصف وايي، پوره هڅه کوي، د راتلونکې يکشنبې له ورځې پر پروژه کار پيل شي او کوښښ کوي، پروژې ته په افغانستان کې د راولاړېدونکو ګواښونو مخه ونيسي. هغه وويل، د دغې نل ليکې د خونديتوب لپاره به طالبانو سره د خبرو هڅه وکړي. خو په وينا يې پروژه د افغانستان لپاره مهمه ده، او ګمان نه کوي، چې کوم افغان لوری به يې مخالفت وکړي.
د ټاپي پروژې دغه ۱۷۰۰ کلو متره اوږده نل ليکه به دوه کلو کې بشپړه شي، د لومړي ځل په توګه به هر کال ۳۰ مليارد ليټره ګاز برابر کړي، چې د افغانستان برخه به په کې ۲۵ سلنه وي. همدا راز تمه ده، چې دا پروژه به افغانستان کې دولس زرو کسانو ته بوختيا پيدا کړي.