د سعودي حکومت خبر ورکوي چې د وروستیو دریو چاودنو په تور یې ۱۹ تنه نیولي چې له دوی څخه ۱۲ پاکستانیان او پاتې نور ۷ تنه یې سعوديان دي.
د روژې په نهه ویشتمه باندې د سعودي په دریو ښارونو جده، قطیف او مدینې منورې کې چاودنې وشوې چې د قطیف او جدې چاودنو کې چاته مرگ ژوبله نه وه اوښتې او د مدینې منورې په چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي وو.
سعودي امنیتي مسوولین وايي چې د جدې چاودنه د یوه پاکستاني موټروان له لوري او د مدینې منورې چاودنه د یوه سعودي له لورې شوې چې پخوا د مخدره موادو په کاروبار تورن وو.
پاکستاني چارواکو ویلي چې دوی به د جدې د برید په اړه څېړنه وکړي چې بریدگر پاکستانی وو او کنه.
تر دې دمه د سعودي د بریدونو پړه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو د امنیتي چاروکارپوهان په دې نظر دي چې دغه بریدونه به د داعش ډلې له لوري پلان شوي وي.