د جمهوریت په روغتون کې د لومړي ځل له پاره د سرطان د ناروغۍ د تشخیص او درملنې لومړی مرکز پرانستل شو. د روغتیا د وزارت د چارواکو په وینا دغه مرکز به په وړیا بڼه روغتیايي خدمات وړاندې کوي، تر دې دمه په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ د تشخیص او درملنۍ له پاره کوم مرکز نه وو.
دغه مرکز د ولسمشر د مېرمنې رولا غني او د روغتیا وزارت د وزیر فیروزالدین فیروز له لوري پرانستل شوه. دغه مرکز په یو وخت کې د پنځویشت ناروغانو درملنې او بسترکېدو وړتیا لري او کولای شي چې شیموتراپي اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د روغتیا وزیر فیروزالدین دغه راز زیاته کړه چې د دې مرکز په جوړېدو سره اوس په دې ناروغۍ اخته کسان کولای شي چې د هېواد دننه خپله درملنه وکړي. په افغانستان کې د سینې، معدې، خولې او رحم سرطان ناروغان ډېر دي.
تر دې دمخه د سرطان د ناروغۍ بیمارانو به د درملنې له پاره پاکستان، هند او د سیمې نورو هیوادنو ته تلل.