خبرونهسلايډ

ننگرهار کې امريکايي سرتېری وژل شوی

د امريکايي ځواکونو رسنیز دفتر چارواکو دا منلې چې د امريکايي پوځیانو د خدماتي څانگې سرتېری د ننگرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې وژل شوی دی. خبر زیاتوي چې امریکايي سرتیري په اچین ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو ځواکونو مرستې ته تللي وو چې د داعش جگړه‌مارو پر وړاندې له دوی سره مرسته وکړي.

جنرال نیکلسون د وژل شوي امریکايي سرتېري له کورنۍ، ملگرو او افغانستان کې مېشتو امریکايي سرتېرو سره خپله خواخوږي شریکه کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی به د داعش جگړه‌مارو پر وړاندې خپلې جگړې ته دوام ورکوي.

د ننگرهار په اچین او ځينو نورو ولسوالیو کې د داعش اورپکو خپلې ځالې جوړې کړي چې لومړیو کې افغان ملي ځواکونو په یوازې ډول له دوی سره جگړې کې بوخت ول خو په دې وروستیو کې امریکايي ځواکونو هم له دوی سره په دې جگړه کې برخه اخیستې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button