چاودنې د بټي کوټ ولسوال ټپي کړی
د ننگرهار ولایت سیمهیزو رسنیو خبر ورکړی، چې چاودنې د بټي کوټ ولسوال ټپي کړی او یو تن یې وژلی دی. د بټي کوټ ولسوالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسوال حاجي غالب مجاهد له کابل څخه د ننگرهار په لوري روان وو چې په لار کې پرې چاودنه وشوه او له امله يې حاجي غالب او یو تن ساتونکی یې ټپي او موټر چلوونکی یې وژل شوی دی. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د پېښې پخلی کړی دی.
د امنیتي ارگانونو د راپور له مخې ویل کېږي چې چاودنه د مقناطسي بم له کبله شوې ده. بټي کوټ ولسوالۍ د ننگرهار له ناامنو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي او د ډېرو کړنو پړه په کې د داعش ډله پر غاړه اخلي. خو د حاجي غالب پر موټر د چاودنې پړه کومې ډلې تر دې دمه په غاړه نه دی اخیستی. د نوموړي په اړه ويل کېږي، چې شخصي دښمنۍ هم لري.
په دې وروسیتو کې پر ډېرو امنیتي چارواکو د مقناطسي بم چاودنې شوي دي، چې ډېری وختونه يې پړه کومه ډله پر غاړه نه اخلي.