د ۲۰۱۳م په جولای کې د مصر د پوځ لوی درستیز عبدالفتاح السیسي د وخت په منتخب او قانوني حکومت کودتا وکړه. له کودتا وروسته د مصر ولس د عبدالفتاح السیسي په وړاندې پراخ لاریونونه پیل کړل چې په دوی کې حکومتي مامورین هم شامل ول.
د سترې محکمې ۳۲ قاضیانو چې د عبدالفتاح السیسي په ضد لاریونونو کې برخه اخیستې وه اوس یې جبرا کورناستي ته مجبوروي. د قاضیانو نړیوال کمیسیون د مصر له حکومت څخه غوښتنه کړې چې له دې تصمیم څخه لاس په سر شي. د قاضیانو د نړوال کمیسیون د منځني ختیځ او افریقا د برخې مشر په دې اړه خپله اندېښنه څرگنده کړې او ویلي چې که د مصر حکومت دا کار وکړي نو په راتلونکي کې به دوی له یوه ستر ناورین سره مخ شي.
د جنرال عبدالفتاح السیسي له راتلو وروسته د مصر ټولنیز، سیاسي او اقتصادي نظام له گډوډۍ سره مخ ده او ورځ تر بلې د مخالفینو څپې مخ په زیاتېدو دي.
پاتې دې نه وي چې دغه ۳۲ تنه قاضیان د اخوان المسلمین له ډلې سره کومه پخوانۍ اړیکه نه لري دوی کې سیکولر او لیبران قاضیان هم گډون لري.