خبرونهسيمه او نړۍ
ترکیه: د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال د پارلمان مشر وټاکل شو

د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال، قانونپوه اسماعیل کهرامن د تېرې یکشنبې په ورځ له۵۵۰ رایو څخه د ۳۱۶ رایو په خپلولو د ترکیې د پارلمان مشر وټاکل شو.
کهرامن د عدالت او پراختیا ګوند پخوانی غړی دی. له دې ګوند سره د کار ډېره اوږده تجربه لري. ښاغلی کهرامن او اردوغان دواړه د ترکیې د یوې سیمې رایز ښار اوسیدونکي دي. تېره ورځ کهرامن له مشر ټاکلو وروسته د پارلمان غړو ته د وینا پر مهال وویل: «د ترکیې اوسنی اساسي قانون چې د ۱۹۸۰ کال د پوځي کودتا تر څارنې لاندې بشپړ شوی، زموږ د راتلونکو غونډو د بحث تر ټولو مهمه برخه به وي.»
اسماعیل کهرامن له ۱۹۹۶ څخه تر ۱۹۹۷ پورې د کلتور وزارت وزیر او له دې سره د ترکیې د ۲۰ او ۲۱ پارلماني دورو غړیتوب درلود.
کهرامن متاهل او د څلورو اولادونو پلار دی.