
د کابل او لوگر تر منځ سیمې کې پر پولیسو چاودنې شاوخوا پنځه پولیسو ته مرگ ژوبله اړولې ده. د لوگر ولایت ویاند سلیم صالح رسنیو ته ویلي چې چاودنې کې د پولیس د قومندان تر څنگ څلور پولس وژل شوي دي.
صالح زیاته کړه چې جنرال عبدالستار هاشمي د جمعې په ورځ مازدیگر له لوگر څخه د کابل په لور روان وو چې موټر یې د سړک د غاړې د ماین له چاودنې سره مخ شو او له امله یې جنرال هاشمي او څلور تنه پولیس ساتونکي یې په کې ووژل شول.
تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. د یوه بل راپور له مخې د دې چاودنې له امله شپږ ملکې وگړو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده.