ټولنهسلايډ

د لوړ شخصیت دېرش نښې

 

  1. د لوړ شخصیت‌ انسان له کړنو، فکر او امانت ساتلو څخه ټولنه ډاډمنوي؛
  2. خپل موټر د لارویانو د تېریدو لپاره دروي؛
  3. د ژمنې د ترسره کولو لپاره پر ځان سخته تېروي؛
  4. د ورځې پنځه ‌ځله خپل ځان کې کینه او حسد وژني؛
  5. ډېر ډېر ډېر انصاف لري؛
  6. خپل شخصیت ته د احترام له امله له نورو سره خیانت نه‌کوي؛
  7. د ورځې لس دقیقې د خپل ځان پېژندلو ته ورکوي؛
  8. که يوې جلسې ته پنځه دقیقې ناوخته راځي نو خپلو ملگرو ته خبر ورکوي؛
  9. د ملگرو د نېوکې پر مهال ارام وي؛
  10. له گلانو سره ناسته کوي؛
  11. ثابت افکار لري، د وخت شرایط یې افکار نه‌شي بدلولی؛
  12. د ښو او بدو انسانانو وېش نه‌کوي، دا نظر لري چې هر انسان پیاوړي او کمزوري ټکي لري؛
  13. فکري مخالفان یې د شخصیت او اخلاقو ستاینه کوي؛
  14. نور د خپلو کړنو له لارې پوهوي نه د ویناوو له لارې؛
  15. کولی شي چې ووایي: پلانی له ما سره ډېر توپېر لري خو ډېر موادب انسان دی؛
  16. کولی شي چې ووایي: پلانی له ما سره ډېر توپیر لري خو بد ژبی او د نورو د وراني هڅه نه‌کوي؛
  17. کولی شي چې ووایي: پلانی له ما سره ډېر توپير لري خو د پیسو او لوړ پوړو چارو د ترلاسه کولو لپاره غوړه مالي نه‌کوي؛
  18. پر ځان ډېر باور لري ځکه کره او په شمار خبرې کوي؛
  19. پر ځان ډېر باور لري ځکه د نورو له تور څخه وېره نه‌لري؛
  20. پر ځان ډېر باور لري ځکه یوازې یو کار کوي؛
  21. پر ځان ډېر باور لري ځکه له خپل ځان سره ژوند کوي د ده په هکله د نورو له قضاوت څخه وېره نه‌لري؛
  22. پر ځان ډېر باور لري ځکه پر یو منصب د ډېرې مودې لپاره نه ‌پاتېږي؛
  23. پر ځان ډېر باور لري ځکه له جعلي کارونو څخه ځان ژغوري؛
  24. پر ځان ډېر باور لري ځکه د هغه افکار د هغه له مالي منابعو سره کوم تړاو نه‌لري؛
  25. پر ځان ډېر باور لري ځکه د هغه سیاسي افکار پر مالي منابعو ولاړ نه دي؛
  26. پر ځان ډېر باور لري ځکه د نورو له لرې کیدو څخه وېره نه‌لری او پراخ افکار لري؛
  27. پر ځان ډېر باور لري ځکه ځمکه د خلقت یوه نښه بولي؛
  28. درواغ نه‌وايي ځکه د هر څه د لاسته راوړلو لپاره له رښتیا څخه کار اخلي؛
  29. د ژوند یواځنی موخه يې پرله ‌پسې کار او زیار دی؛
  30. پر خپل هویت او ذات افتخار نه‌کوی.

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button