د ارپورونو له مخې ویل کېږي چې تېره شپه د اروزگان چارچینو ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط کړې. د اروزگان د ولایتي شورا رییس د پېښې پخلی کړی.
د ولایتي شورا رییس عبدالکریم خادمزي ویلي چې طالبانو له تېرو درې ورځو راهیسې جگړه روانه کړې وه چې تېره شپه په دې وتوانېدل تر څو د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ ونیسي.
خادمزي زیاته کړه چې د ولسوالۍ مامورینو ځانونه د ملي اردو قرارگاه ته رسولي دي.
د اروزگان ولایت ویاند دوست محمد نایاب له رسنیو سره د چارچینو د جگړې پخلی کړی دی خو دا یې نه ده منلې چې گواکې د چارچینو ولسوالۍ دې د طالبانو په لاس سقوط شوي وي.
بل لوري ته د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدی رسنیو ته ویلي چې د چارچینو ولسوالۍ د طالبانو له لوري فتحه شوې او مقابل لوري پولیسو او امنیتي ځواکونو ته یې مرگ ژوبله اړولې ده.