دوه ورځې وړاندې په تورخم کې د افغان امنیتي ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر منځ نښته وشوه. په نښته کې یو افغان پوله ساتونکې ووژل شو او شپږ تنه نور ټپیان شول.
یو پاکستاني میجر په کې ټپي شو چې نن یې د پیښور په سي ام اچ روغتون کې ساه ورکړه. میجر علي جواد چنګیزي نومیږي او د پاکستان د کوټي د هزاره قوم څخه وو.
په تورخم کې له نښتې وروسته دواړو لورو د اوربن اعلان وکړ.
نن یو ځل بیا پاکستاني ملیشو د روژه ماتي په وخت په افغان ځواکونو ډزې کړي او نښته پیل شوې، نښته تر دې دمه دوام لري.
تاسو خو هم زموږ ورونه یئ، ډير وختي خبریږئ. 🙂