باگرام کې د امريکا ايف ۱۶ جنگي الوتکه نسکوره شوې
د امريکايي هوايي ځواک ايف شپاړس جنگي الوتکه د باگرام پر نظامي هوايي ډگر د ښکته کېدو پر مهال نسکوره شوې ده.
د امريکا دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ايف شپاړس ډوله نظامي الوتکه د باگرام پر هوايي ډگر کوزېده، چې د نا څرگند لامل له امله پرېوته.
د پنټاگون ويان پيټر کوک د پېښې پخلی کوي او زياتوي، چې د الوتکې پرېوتو پېښه کې پيلوټ ژغورل شوی او روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
کوک زياتوي، چې د الوتکې پرېوتو پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
په باگرام کې د امريکايي هوايي ځواک وياند بريان باوچارډ هم د الوتکې پرېوتو پېښه تاييد کړې او زياتوي، چې امريکايي ايف ۱۶ الوتکه د کابل پر وخت د ماخستن ۸:۳۰ بجې پرېوتې ده.
وسله والو مخالفينو د الوتکې نسکورېدو پړه منلې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې امريکايي ايف ۱۶ الوتکه د دوی وسله والو په بريد کې نسکوره شوې او عملې سره له منځه ولاړه.
تېر کال اکتوبر مياشت کې هم طالبانو د پکتيا سيد کرم ولسوالۍ کې يو امريکا ايف ۱۶ جنگي الوتکه نسکوره کړې وه.
د امريکايي چارواکو له قوله ايف ۱۶ الوتکې پرمختللې نظامي الوتکې دي، چې په هر ډول حالاتو کې نظامي عمليات او بمبارۍ کولای شي او يوه الوتکه سل ميليونه امريکايي ډالر ارزښت لري.