د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني د افغان کډوالو سره خواخوږي وښوده. رولا غني په داسې حال کې خواخوږي وښوده چې یوه ورځ مخکې یې خاوند محمد اشرغني له بي بي سي سره په مرکه کې د افغان کډوالو سره خواخوږي ونه ښوده او زیاته یې کړه: « ټول افغان کډوال له هېواد نه پرته له کومې ستونزې هېواد پریږدي او اروپایې هېوادو ته کډه کوي.
په ټولنېزو رسنیو کې ډېرو افغان ځوانانو د ولسمشر په څرګندونو تریخ غبرګون وښود. او پر ولسمشر یې ډېرې نیوکې وکړې.
رولا غنې زیاته کړه چې ډېره د خواشینۍ خبر ده چې افغان ځوانان د خپل ژوند د بقا لپاره وطن پریږدي او اروپا ته کډوال کيږي او هلته هم بې سرنوشته شپې سبا کوي.