
د فارياب شيخان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سختې جگړې خبر ورکول شوی دی.
د سيمې خلک وایي، يو شمېر امنيتي ځواکونه د وسله والو په کلابندۍ کې دي او شونې ده د هغوی په لاسو بنديان شي.
ځايي چارواکي وايي، د برېښنا ادارې رييس او کارکوونکي هم جگړه کې راگير دي او دوی هڅې کوي، امن ځای ته يې ولېږدوي.
د دولت اباد امنيه قوماندان رسنيو ته ويلي، د برېښنا ادارې څو کارکوونکي امن ځای ته لېږدول شوي دي، خو د دې ادارې د رييس برخليک لا هم نه دی معلوم.
د جگړې د جزياتو په اړه نور معلومات لا نه دي خپاره شوي.