د پروان د غوربند ولسوالۍ خلکو شکايت کړی، چې سيمهييز پوليس د لويې لارې پر سر د خپلو پوستو مخې ته عام خلک او لارويان شوکوي او د شپې غلاوې کوي.
هغوی زياتوي، دوی د ورځې سيمهييز پوليس وي او شپې ترې غله جوړ شي، چې له لارويانو د پوستو مخې ته د هغوی پيسې او مالونه لوټي.
د غوربند د سياگرد سيمې يوه مخور رسنيو سره خبرو کې ويلي، تېره مياشت کې داسې ورځ نه ده تېره، چې سيمهييزو پوليسو دې له خلکو پيسې او نور توکي نه وي اخيستي. نوموړی وايي، ځايي چارواکو ته يې خپل شکايت رسولی خو هغوی هيڅ پاملرنه ورته نه ده کړې.
هغه زياته کړې ده: «د غوربند لار پخوا نا امنه نه وه، خو اوس پرې هيڅوک نه شي تلای، سيمهييز پوليس په يوه او بل نوم خلک ځوروي، پيسې او نور توکي ترې اخلي او د شپې له لوري بيا د همدوی له لوري سيمه کې غلاوې کېږي».
د غوربند خلک وايي، سيمهييز پوليس په زور پيسې ترې اخلي او دليل دا وايي، چې زموږ امنيت يې نيولی دی.
د غوربند يوه چارواکي سرنوشت سره خبرو کې د سيمهييزو پوليسو له لوري د دې کار ترسره کولو لامل يو وار بيا د هغوی د معاشونو نه شتون ښودلی دی. پخوا هم د نورو ولايتونو له بېلا بېلو سيمو خبرونه ورکړل شوي، چې سيمهييز پوليس ځکه له خلکو د هغوی پيسې او مالونه اخلي، چې حکومت پر وخت تنخواوې نه دي ورکړې.
څه موده وړاندې د وردگ د سيداباد خلکو هم له سيمهييزو پوليسو ورته شکايت کړی و او له حکومته يې غوښتي و، چې دغه پوليس دې د دوی له سيمو وباسي.