روانې چارېسلايډ

که پر کار ولگېدې، ما به خوشاله ساتې!

سلام وطندار د خپلو ټولنيزو راپورونو په لړۍ کې دا ځل دولتي او غير دولتي ادارو کې د جنسي ځور او ازار له قربانيانو سره خبرې کړې دي او ټولې دغه مرکې يې يو ځای کړې دي. د گړېدلو ټولو کسانو نومونه مستعار، خو کيسې ټولې ريښتونې دي.

مينا: کله چې درويشت کلنه شوم، زده کړو او ژوندانه کې پرمختگ لپاره له کورنۍ لرې شوم او پلازمېنې ته راغلم. له څلور کاله زده‌کړې وروسته د نورو ځوانانو په څېر د کار په لټه کې شوم. غوښتل مې د کار په موندلو د خپلې کورنۍ څلور کلنه خواري جبيره کړم او له اقتصادي پلوه يې مرسته وکړم. په مياشتو مياشتو وظيفه پسې وگرځېدم، تر دې چې يوه ادره کې مې د سکرترې دندې ته عريضه وکړه. کله چې هلته د مرکې (انټرويو) لپاره ورغلم، مرکه کوونکي کس لاس را اوږد کړ، څو لاس ورکړم. ما له دې کاره ډډه وکړه. خو هغه خبرې پيل کړې، څه يې چې ويل، له کار او دندې سره يې اړه نه درلوده. اخر يې هغه څه وويل، چې بايد نه يې وی ويلي، په ډېره سپين سترگۍ يې وويل، که په کار ولگېدې، بايد داسې کار وکړې، چې زه درنه خوښ واوسم. ما بايد تل خوښ وساتې، يعنې هر څه چې زه وايم، بايد ترسره يې کړې. د خبرو له لهجې يې ښکارېده، چې ناولي ذهن کې يې څه گرځي. همغه وخت مې غوښتل له دفتره ووځم، خو هغه په پرله‌پسې توگه پوښتلم، چې ايا غواړې ما خوښ وساتې؟ ما يوازې غوښتل ژر تر ژره له دفتر ووځم او بس. کله چې خبرې خلاصې شوې او د خدای پامانۍ وخت شو، له دفتره د وتو دروازې ته ورسېدم، دغه جنسي ناروغ بيا لاس را اوږد کړ او ويې غوښتل لاس ورکړم، خو ما بيا هم لاس ور نه کړ. اخر کې يې راته وويل: «ته ملا يې او هيڅکله به هيڅ ځای کې کومه دنده ترلاسه نه کړې».

منيژه: ما تل خپل ذهن کې ستر ستر خوبونه لرل. د پوهنتون دويم کال مې و، چې د شوق او علاقې له مخې مې وغوښتل د رسنيو په ظاهره خوږې او جالبې فضا ته ورگډه شم. په لومړيو کې مې رسنيو کې کار په ښه ډول پر مخ تله. د تفريحي پروگرامونو له وړاندې کولو او د ټولنيزو پروگرامونو له پر مخ وړلو وروسته راته وړانديز وشو، د خبر ويونکي په توگه راديو کې کار وکړم. دا چې ځواني مې وه، کرار کرار ستونزو سره مخ شوم. د دفتر د لوړپوړو کسانو له لوري رانه د بد اخلاقۍ غوښتنې پيل شوې. دومره تر روحي ځور لاندې ونيول شوم، چې استعفا کولو ته اړ شوم. له ډېرو لانجو کونجو وروسته پرېکړه وشوه، هغه کسان سزا وويني، چې زه يې ځورولې او ازار کړې وم او زه هم بېرته خپل کار ته راستنه شوم. خو ډېره موده نه وه تېره، چې د دفتر ظاهره ښو خلکو هم خوله پسته پسته کوله. زه چې دلته له کاره پوره ستړې وم، د يوې بلې رسنۍ غوښتنې ته مې لبيک ووايه او له دې ځايه ولاړم. خو دويم دفتر کې مې هم د يوې اوونۍ په تېرولو هماغه غوښتنې مخې ته ودرېدې. کله مې چې دغو ټولو غوښتنو ته پام ونه کړ، له يو شمېر پابنديو او محدوديتونو سره مخ شوم. د قانوني ټرانسپورټ له سهولته -يوازې زه- محرومه شوم، تلفوني اړيکو ته ځواب ورکول راباندې بند شو او د دفتر ساحه کې له تگ راتگه ايساره شوم. د فشار له ډېريدو سره مې تېښته له پاتې کېدا غوره وبلله او استعفا مې ورکړه.

عاليه: شپږ کاله کېږي د پوليسو له اکاډمۍ فارغه يم، خو اوس هم د بريدملۍ رتبه کې يم. که غوښتل مې خپل کار کې پرمختگ وکړم، اړ وم د خپل رييس غوښتنو ته ځان ورکړم. هغوی له ما او ټولو ښځينه پوليسو د رتبو لوړولو لپاره ډالۍ غواړي، خو دغه تحفې د غير اخلاقي اړيکو له نيولو پرته نور څه نه دي. کوم ځای کې چې زه دنده لرم، يا بايد له نارينه سره اړيکه ولرې او يا هم باید له مشهورو او سترو کورنيو اوسې، څو وکولی شې، خپل حق ترلاسه کړې. ما تر اوسه څو ځل د خپلې رتبې لوړولو غوښتنه کړې، خو هر ځل را ته ويل شوي چې: «پوسټ خپله مېلمستيا لري»، «پوسټونه خپل رسم او رسوم لري». کوم ځای کې چې زه يم، بايد ځان ناوړه گټې اخيستنې ته ورکړې، څو يو ځای ته ورسېږې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button