ولسمشر غني د بروکسل له غونډې وروسته کابينه کې بېلا بېل بدلونونه په پام کې نيولي دي او د گڼو وزارتونو لپاره يې نوي وزيران ټاکلي دي. د بروکسل غونډه به نږدې راتلونکې کې رامنځته شي.
کابل نيوز راپور ورکوي، چې په نويو بدلونونو کې محمد يونس قانوني د ارشد وزير په توگه، عطا محمد نور د سيمه ييزو ارگانونو د رييس يا د وسله وال پوځ د سر اعلی قوماندان په توگه، د ولسي جرگې غړی فرهاد عظيمي د بلخ د نوي والي په توگه او فاروق وردگ او محمد عمر داودزی د کابينې د غړو په توگه ټاکل شوي دي.
دغه راز ويل کېږي، چې ولسمشر د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د سوداگرۍ وزارت او ښځو چارو وزارت ته هم نوي وزيران ټاکلي خو تر اوسه يې نومونه نه دي په ډاگه شوي.
ويل کېږي چې دغه بدلونونه د اجرايه رييس عبد الله عبد الله د واک د محدودولو او پر حکومت د ځينو کړيو د پشارونو د کمولو لپاره رامنځته کېږي، خو د ملي يووالي حکومت تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.