داخلي بريد کې پينځه پوله ساتي سرتېري وژل شوي
د کندهار امنيتي چارواکو خبرو ورکړی، چې پر يوه سرحدي پوسته کې د داخلي بريد له امله پينځه سرتېري وژل شوي دي.
پېښه تېره شپه د دې ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، پېښه د ډېورنډ کرښې ته څېرمه د دريم سرحدي کنډک اړوند امنيتي پوسته کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني هم د پېښې پخلی کړی دی. نوموړی وايي، د پېښې د مرگ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، د والي وياند ويلي، پېښه کې يو شمېر سرحدي پوليس وژل شوي او بريد کوونکی په تېښته بريالی شوی دی.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ يوې بلې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط په ډاگه کړه، چې پوسته کې پينځه پوليس وژل شوي دي.
طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستې او رسنيو ته د استولي برېښناليک له لارې يې ويلي، د پوستې ټول سرتېري يې وژلي دي.