افغانستانسلايډ

کندهار: امنيتي چارواکو د چورلکې بېړنۍ ناسته تاييد کړه

امنيتي چارواکو تاييد کړې ده، چې د کندهار شاوليکوټ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو يوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده. يوې امنيتي باوري سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته وويل، پېښه پرون له ماسپخين وروسته رامنځته شوې ده او د لومړنيو معلوماتو له مخې چا ته په کې مرگ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو پرون ادعا وکړه، چې د شاوليکوټ کټه سنگ سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو يوه چورلکه له څار وروسته په نښه کړې او راغورځولې ده. هغوی زياته کړې وه، چې الوتکه بريد کې ويجاړه شوې او عمله يې وژل شوې ده.

طالبانو ويلي و، الوتکې امنيتي ځواکونو سره عملياتو کې مرسته کوله او د دوی پټنځايونه يې بمبارول، چې د دوی له خوا وويشتل شوه. د هغوی په وينا الوتکه تر ډېره سيمه کې پرته وه او وروسته يې نورې الوتکې د لېږد لپاره ورغلې.

يادې امنيتي سرچينې هم ويلي دي، چې الوتکې له بېړنۍ ناستې وړاندې عملياتو کې گډون درلود، چې يو ناڅاپه ناستې ته اړ شوه. سرچينه وايي، د الوتکې د بېړنۍ ناستې لامل نه دی معلوم، خو په کې سپرو کسانو د پراشوټ پر مټ ځانونه ژغورلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button