د کريکټ بريا د خوښۍ له امله پر دوو ځوانانو د زړونو حملې راغلې
د شل اوريزو کريکټ لوبو پر مهال، چې تېره ورځ افغانستان له ويسټينډيز څخه لوبه وگټله او دغه بريا د دوو ځوانانو د مرگ لامل شوه.
راپورونه وايي، چې د ننگرهار سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی شل کلن نثار احمد، چې د افغانستان د بريا خبر واورېد، د ډېرې خوښۍ له امله يې زړه ودريد او ساه يې ورکړه.
د ځوانيمرگ نثار احمد جنازه نن غرمه لس نيمې د سره رود په وليد کلي کې خاورو ته وسپارل شوه.
همدا رنگه د کريکټ يو بل مينهوال ۲۳ کلن غني الرحمان هم د کريکټ بريا د خوښۍ له امله يې زړه سکته وکړه او مړ شو.
د نثار احمد او غني الرحمن کورنۍ د ډاکټرانو له قوله وايي، چې د کريکټ د بريا خوښي د دواړو ځوانانو زړونه ودريدل او مړه شول.
د پکتيا اوسېدونکي او د غني الرحمن ملگري وايي، چې نوموړی د کريکټ بې کچې مينه وال و او د پکتيا په سويه وتلی توپ اچوونکی و.
د غني الرحمن جنازه نن د پکتيا مرکز گرديز کې خاورو ته وسپارل شوه.
دوه کاله وړاندې هم د ننگرهار يو ښوونځي معلم هغه مهال د زړه سکتې له امل مړ شو، چې افغانستان په پنځوس اوريزو کريکټ لوبو کې سکاټ لينډ ته ماتې ورکړه.