ترکيه کندهار کې کونسلگرۍ پرانيزي
ترکيه غواړي سږکال کندهار کې يوه کونسلگرۍ پرانيزي. دا هيواد به همدا راز د کندهار- ترکيې تر منځ الوتنې پيل کړي.
کابل کې د ترکيې سفير علي سايت اکين ويلي، هيواد يې سږکال کندهار کې کونسلگرۍ پرانيزي او د کندهار- ترکيې الوتنې پيل کوي.
اکين دغه څرگندونې تېره ورځ هغه مهال وکړې، چې د يوه پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللی و، هغه په دې سفر کې د کندهار چارواکو سره ليدنه وکړه.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ترکي سفير سره په خبرو کې له ترکيې غوښتنه وکړه، چې کندهار سره د اقتصادي، تعليمي او فرهنگي اړيکو د پراخېدو په موخه هلته کونسلگرۍ پرانېزي. «موږ غواړو، ترکيې سره اقتصادي، تعليمي او فرهنگي اړيکې لا پياوړې کړو، د دې لپاره د کونسلگرۍ پرانيستنه اړينه ده».
د ترکيې سفير وويل، خوښ يم چې کندهار ته راغلی يم، «د ترکيې لومړی وزير احمد داود اوغلو به هم څه موده وروسته کندهار ته سفر ولري».
نوموړي زياته کړه، روانه مياشت کې به کندهار ته يو پلاوی راواستوي، څو د هوايي ډگر ليدنه وکړي او د الوتنو د پيلېدو پلان جوړ کړي.
ښاغلي اکين په خپلو خبرو کې وويل، هغه ستونزې به هم اوارې کړي، چې د کندهار سوداگر د ترکيې د وېزو اخيستو له کبله ورسره مخ دي.