د امريکا دفاع وزارت (پنتاگون) د دې پخلی کړی، چې افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ته هلته د داعش پر ضد د نظامي عملياتو امر شوی. دا په داسې حال کې ده، چې امريکا په افغانستان کې خپل جگړهييز ماموريت پای ته رسېدلی اعلان کړی او هلته د پاتې کېدو موخه يې يوازې د افغان ځواکونو روزنه او مرسته ښودلې ده.
د پنتاگون وياند تېره ورځ دغه څرگندونې وکړې، نوموړي په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل. خو هغه وويل، دا امر په دې معنا دی چې د امريکا متحده ايالات کولای شي، هر وخت په هر ځای کې د هغو ډلو ټپلو پر ضد جگړه وکړي، چې دغه هيواد، يا د دې هيواد گټې تهديدوي. دا په داسې حال کې ده، چې نړيوال سياسي شنونکي امريکا د افغانستان په جگړه کې ناکامه بولي.
څو اوونۍ وړاندې افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال کمبل ويلي و، له ولسمشر اباما به وغواړي، چې افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه تر ممکن مهاله همدلته وساتي. امريکايي حکومت پخوا ويلي و، د ۲۰۱۷ز په جنورۍ کې به يوازې پنځه زره پنځه سوه امريکايي پوځيان افغانستان کې پرېږدي، خو څه موده مخکې امريکا اعلان کړه، چې افغانستان ته به نور پنځه سوه پوځيان هم واستوي.
غربي رسنيو بيا بيا به دې اړه مطالب خپاره کړل، چې افغانستان کې د امريکا جگړه له ختمېدو ډېره لرې ده.
امريکا په داسې حال کې افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د داعش ضد نظامي عملياتو امر کوي، چې د افغانستان دننه او بهر گڼ شمېر سياستمداران امريکا او د ملي يووالي حکومت افغانستان کې د داعش په ملاتړ تورنوي. د ولسي جرگې د رييس مرستيال حاجي ظاهر قدير څه موده وړاندې په کلکه وويل، چې د داعش مشران کابل کې اوسي، او حکومتي چارواکي يې ملاتړ کوي. د روسيې حکومت هم د ولسمشر غني د ملي امنيت پر سلاکار حنيف اتمر او د دفاع وزارت پر سرپرست عمر داودزي د داعش د ملاتړ تور پورې کړ، خو حکومت دغه ادعاوې ردوي او د داعش د ځپلو ژمنې کوي.