د کابل پوليسو ښار کې يوولس کانټينر شراب کشف کړي او نيولي دي. د کورنيو چارو د وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې وزارت معينت د يوې خبرپاڼې په خپرولو د دې خبر پخلی کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۰۱ آسمايي زون د قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې د مديريت پوليسو دوه ورځې وړاندې د نهمې امنيتي حوزې اړوند ډسپيچري سيمه کې يوولس کانټينره شراب کشف کړي او نيولي دي.
سرچينې زياته کړې ده، چې نيول شويو کانټينرو کې نږدې نوي زره ليټر الکولي مشروبات ځای پر ځای شوي او کابل ته د خرڅلاو لپاره رارسېدلي وو.
پوليسو تر دې دمه پېښې سره په تړاو هيڅوک نه دي نيولي، خو د سرچينې په وينا هڅې روانې دي د شرابو مالکان ونيول شي.
راپورونو څرگنده کړې ده، چې د پلازمېنې کابل په گډون د افغانستان گڼو ښارونو کې شراب په اسانۍ ترلاسه کېږي. د دې شرابو ډېره برخه له نورو هيوادونو راځي، خو يوه اندازه يې خپله د هيواد دننه هم توليدېږي.
سره له دې چې شراب او الکولي مشروبات څښل اسلام کې حرام دی او د افغانستان اساسي قانون کې ترې گټه اخيستل او قاچاق يې جرم دی، خو بيا يې هم ورځ له بلې بازار تودېږي. له نشهيي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د قانون پر بنسټ پر کوم کس چې د شرابو څښل ثابت شو، د حنفي فقهې مطابق په درو وهل کېږي.
خو بل پلو بيا بيا داسې اسناد خپاره شوي، چې لوړپوړي دولتي چارواکي او آن د ولسي جرگې ځينې غړي افغانستان ته د شرابو راوړلو کې ککړ دي.
د پژواک د يوه راپور پر اساس د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند د گلفروشۍ کوڅه، نوي ښار، د بنايي سيمو هټيو، څلورمه کارته، تايمني، قرغې بند او گڼو نورو سيمو کې پرته له کومې وېرې ډول ډول شراب پلورل کېږي.
کابل ښار کې د شرابو کاروباريان وايي، پوليسو ته پيسې ورکوي، څو د هغوی د کار مخنيوی ونه کړي. د هغوی په وينا د گڼو امنيتي حوزو امران او پوليس هم ورځي او شراب څښي.
د همدې راپور پر اساس د ښار گڼ دفترونه او شرکتونه له شراب پلورونکو سره تړونونه لري او چې څومره شراب غواړي دوی يې ور رسوي.
د کابل ښاريان اندېښمن دي او د شرابو په ستره پيمانه پير او پلور د خپلو کورنيو او کوچنيانو لپاره ستر گواښ بولي. ځينې ښاريانو رسنیو سره خبرو کې اقرار کړی، چې زلمي بچيان يې د نشې په حال کې يا هم د شپې ناوخته کورونو ته راځي او يا د شپې له کوره بهر وي.