له لسو ډېرو امريکايي جنرالانو له امريکايي ولسمشره په کلکه غوښتي، چې افغانستان کې د مېشتو بهرنيو پوځيانو شمېره دې نه کموي. د امريکا لوړپوړو ډپلوماټانو هم د په کور ناستو دغو امريکايي جنرالانو خبره تاييد کړې ده.
دې امريکايي جنرالانو د خپلې خبرې دليل دا ويلي، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو به د افغان ځواکونو مورال راولوېږي او بالمقابل به د طالبانو مورال پياوړی شي.
د سي آی اې د پخواني مشر ډيويډ پيټريوس په گډون يادو ديارلسو امريکايې جنرالانو د جارج ډبليو بوش او بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال نړۍ کې د امريکايي ځواکونو د عملياتو مشري او څارنه پر غاړه درلوده او اوس يې د خپلې تجربې او خبرتيا په رڼا کې له افغانستان د امريکايي ځواکونو ويستل يا د هغوی د شمېر کمول ناسم بللي دي.
افغانستان کې اوسمهال نږدې لس زره امريکايي پوځیان او يو شمېر نور ناټو پوځیان مېشت دي، چې د امريکايي جنرالانو په اند کمول به يې د افغان ځواکونو د روحيې پر کمزوري کولو او د وسله والو طالبانو د مورال پورته کولو اغېز ولري.