
نن سهار لس بجې د هرات ولایت د منارو په څلور لارې کې بمي چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې پنځه تنه ټپیان شوي او یو تن وژل شوی.
د پېښې عیني شاهدان وایې چې بم په یو لاس ګاډي کې ځای پر ځای شوی وو او د موټر تر څنګ یې انفجار وکړو.
په ټپیانو کې یو تن ماشوم هم ټپي شوی.
د هرات ولایتي چارواکو رسنېو ته ویلي چې د پېښې اصلي لامل څرګند نه دی خو زموږ پلټنې روانې دي.
تر دې دمه د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.