افغانستان

د غزني گڼې ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي

د غزني امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخېل وايي، چې د کورنيو چارو وزارت له لوري د پوليسو کموالی دغه ولايت کې د نا امنۍ د زياتېدو لامل شوېش او که حکومت بېړنۍ مرستې ونه کړي، دغه ولايت به د طالبانو پر لاس سقوط وکړي.

جنرال امرخېل زياته کړه، که د کورنيو چارو وزارت د ده غوښتنې ونه مني، غزني به سقوط وکړي او دی به هم له خپلې دندې استعفا ورکړي.

د غزني امنيه قوماندان له دې وړاندې هم د دغه ولايت نا امنيو په اړه اندېښنه څرگنده کړې وه او د کورنيو چارو وزارت پر چارواکو يې نيوکې کړې وې، چې د ځمکنيو حالاتو له څارلو پرته يې د پوليسو په ليکو کې بدلون راوستی دی.

څه موده وړاندې هم طالبانو د کابل غزني لويه لاره د څلورو ورځو لپاره تړلې وه او له څورو ورځو وروسته يې خوشې کړه.

د کورنيو چارو وزارت تر اوسه د جنرال امرخېل د اندېښنو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button