افغانستانسلايډ

غزني: د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جگړه کې ملکيان وژل شوي

غزني کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ له تېرې ورځې راهيسې جگړه روانه ده، چې د وسله والو سربېره درې ملکي وگړي هم په کې وژل شوي دي.

غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريېمې لوا وياند بريدمل نور نن پژواک خبري اژانس سره خبرو کې ويلي، د ده يک ولسوالۍ په ده يک سيمه کې له تېرې ورځې راهيسې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي. نوموړي په دې نښتو کې د پنځو وسله والو د وژلو ويلي دي.

نور زياتوي، نښته کې امنيتي کسانو او ملکيانو ته هيڅ تلفات نه دي اوښتي، خو د ده‌يک اوسېدونکو پژواک ته ويلي، امنيتي ځواکونو يو طالب او درې ولسي وگړي وژلي دي.

د جان محمد په نوم یوه تن وويل: «جگړه کې د عزيز الرحمن په نوم يو طالب وژل شوی، پاتې نور درې تنه ولسي وگړي دي، دوه کسه چې وروڼه وو، امنيتي ځواکونو هغه مهال د خپل کور دروازه کې وويشتل، چې غوښتل يې کور ته ولاړ شي، يو بل ملکي کس يې هم هغه مهال وواژه، چې د کور پر لور روان و».

خو د ده‌يک ولسوال کريم الله اميري وژل شوي کسان ټول طالبان ياد کړل او په وينا يې جگړه کې کوم ملکي تن نه دی وژل شوی. نوموړي وويل، سيمه کې اوس هم د طالبانو پر ضد عمليات روان دي.

د ده يک يوه بل اوسېدونکي جمعه خان جگړه کې د اردو د دوه سرتېرو د وژل کېدو پخلی هم کړی، خو چارواکو دا خبره رد کړې ده.

د غزني د همدې ولسوالۍ په شيرپور کلا سيمه کې ۱۵ ورځې وړاندې هم امنيتي ځواکونو د يوه جومات امام او د هغه شپږ تنه زده‌کوونکي د طالبانو په تور وژلي وو، چې له امله يې د ځايي خلکو غصه راپارېدلې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button