افغانستان

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ اقتصادي غونډه جوړېږي

ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ کابل کې يوه گډه اقتصادي غونډه جوړه شي. د ماليې وزارت په دې اړه يوه خبرپاڼه خپره کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي د ماليې وزير اکليل حکيمي چې ترکمنستان ته يې سفر کړی دی؛ ويلي دي: «په نږدې راتلونکې کې به کابل کې د دواړو هيوادونو تر منځ گډه اقتصادي غونډه وشي».

ښاغلی حکيمي د يوه لوړرتبه دولتي پلاوي په مشرۍ عشق آباد ته تللی دی. دغه پلاوي له ترکمن چارواکو سره د هغو پرگرامونو پر عملي کولو هم ټينگار کړې دي، چې ولسمشر غني هلته د خپل وروستي سفر پر مهال پرې غږېدلی و.

خبرپاڼه کې ويل شوي دي، د ترکمنستان له خوا بې عوضه يوويشت انکشافي پروژې، له پنځمې گډې اقتصادي غونډې وروسته په نيول شويو تصميم کې د پرمختگ څرنگوالی، د اوسپنيزې ليکې تمويل او غځول او د تېلو او گازو رانيول د دواړو لوريو تر منځ د بحث موضوع وه.

د دواړو هيوادونو چارواکو په راتلونکې کې د تجارتي او اقتصادي اړيکو په لا پراخولو ټينگار کړی او په دې اړه يې د عملي گامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button